ټاکل شوې وه چې ولسمشرکرزی د دوشنبې په ورځ کندهار ته راشي او په دغه ولایت کې د حضرت عمر رض په نوم د یوه لوی جومات افتتاح وکړي.
خو د دوو ورځو سختو امنیتي تدابیرو او د دې ولایت د سلګونو قومي مشرانو د انتظار وروسته چارواکو وویل، چې د ارګ او د ولایتي ادارې د نه همږغۍ په وجه د ولسمشر دغه سفرځنډیلی دی.
په دې اړه د کندهار والي ډاکټر توریالی ویسا یوې خبري غونډې ته وویل، چې ولسمشر د خپلې علاقي په اساس غوښتل چې کندهارته سفر وکړې او د عمرپه نوم جومات خپل په لاس افتتاح کړي خو دهغه سفرد نن ورځې لپار وځنډید:
″د ریس صاحب جمهور هغه خاص علاقندي چې د کندهارد خلکو او د دې جامع سره يې درلوده، چې راشي اما د پروګرام د ورځې په حساب سويې تفاهم شوې.″
په عین حال کې د کندهار اوسیدونکي شکایت کوي چې؛ په تیرو دوو ورځوکې دغه ولایت ته د ولسمشرکرزي د سفرپه هدف د نیول شویو امنیتي تدابیرو پرمهال پولیسو وهلې او سپکې سپورې يي ورته ویلي دي.
دوی دغه راز وویل، چې د دوشنبې په ورځ ټول ښار تړلی وو او خلکو ته زیات اقتصادي تاوانونه رسیدلي.
بل خوا د لندې میوې د اتحادې مسوولین وايي، چې شاوخوا دوه سوه ټنه انګورچې پاکستان ته صادرېدل د لارې د بندیدو په وجه خراب شوي دي.
د لندې میوې د اتحادې مشرحاجي ناني ازادۍ راډیوته وویل، چې دوی په اوسط ډول پاکستان ته د ورځې شاوخوا ۳۰ موټره د انګورو صادرات کول خو د دوشنبې په ورځ یوازې لس موټره صادرات وشول.
کندهارته د ولسمشرکرزي د سفرهدف په دغه ولایت کې د هېواد په کچه د ترټولو لوی جامع جومات افتتاح وه.
دا جامع جومات د حضرت عمر رض په نامه دی چې د طالبانو د حکومت پرمهال يي کارونه پیل شوي وه او اوس پای ته ورسیدل.
پردغه لوی مسجد پنځه ميليونه ډالره مصرف شوي دي، چې په يوه وخت کې ۱۴ زره کسان په کې لمونځ کولای شي.
راپور: محمدصادق رښتینی – کندهار