د پکتيا ولايت قومي مشران، مدني فعالان او اوسېدونکي وايي چې؛ که د ټاکنو پايلې له دې وروسته ډېر ژر اعلان نه شي، دوی يې نور د نتايجو د انتظار حوصله نه لري.
دوی وايي چې، يو کال د ټاکنو مسالې د ژوند له هر کاره ايستلي دي، په خبره يې چې تېر کال د سنبلې په لسمه د کانديدانو نوم ليکنه پيل شوې او دا دی اوس د ۱۳۹۳ د سنبلې لسمه تېره شوه؛ خو لا هم خلک د نتايجو د اعلان انتظار کوي.
دوی وايي چې، دوه ځله يې د ډېرو امنيتي ستونزو سره، سره په ټاکنو کې د هيواد د برخليک ټاکلو په نيت برخه واخيسته او فکر يې کاوه چې د دوی په رايه به د دې هيواد برخليک ټاکل کيږي خو اوس ناهيلي ښکاري وايي :
”۱- موږ د دې لپاره رايه ورکړه چې؛ د افغانستان راتلونکې ښه شي، خو زموږ په رايه لوبې وشوې، نه تغير راغی او نه زموږ رايه ومنل شوه، دغې رايې هېڅ ارزښت ونه لاره.
”۲- رايې مو د بدلون لپاره ورکړې، چې د نوي جمهور ریيس په راتګ سره اداري فساد له منځه لاړ شي، سوله راشي امنيت راشي او دغه ستونزې ورکې شي، کارونه پيدا شي، خو خلک ناهيلي شول، رايې بې نتيجې پرتې دي.
۳-په لومړي سر کې مې هيله درلوده چې يو نوماند ته رايه وکاروم، چې په وطن کې سوله راشي او دغو ستونزو ته د پای ټکی کېښودل شي، کارونه پيدا شي، خو هېڅ ونه شول."
د پکتيا ډېر اوسېدونکي دا هم وايي چې د ټاکنو د نتيجو نه اعلان يې پر تجارت ، هټیو ، شرکتونو ، اونورو زياتو کاروبارونو منفي اغېز کړی دی:
”۱- نو کاروبار باندې يې تاثير غورځولی دی، کراچي وان نه ونيسي تر غټو کارونو شرکتونو او نورو پورې، زموږ په دوکانداري کې پنځوس فيصده نه اويا فيصده تاثير کړی دی په دې يو کال کې هېڅ نه دي شوي .
۲- د افغانستان په ټول کاروبار تاثير شوی دی، خصوصاً د ګاونډيو سره په کاروباري اړيکو ډېر اغېز راغلی دی چې دې خلک له ستونزو سره مخ کړي دي.
۳-په اوسنيو انتخاباتو کې چې نه اعلانيږي، په ټولو حالتونو سياسي او اقتصادي په ټولو يې تاثير کړی دی، د هغو خلکو په کاروبارونو چې تجارتونه لري، په ټپه درېدلي دي او خلک له مشکل سره مخ دي.“
د ولسمشريزو دوه پړاوه ترسره شويو ټاکنو په اړه د پکتيا ډېر اوسېدونکي وايي چې د مشخصو کسانو له لوري لا هم په افغانستان کې خلک د خپلې ارادې تمثیل ته نه پرېښودل کيږي.
دوی وايي، نور ددې زغم اوحوصله نه ده ورپاتې چې پایلو ته په تمه پاتي شي او د ټولو سياسي لوبو تاثير پر دوئ راشي، په خبره يې که چیرته پایلې له دې وروسته ژر اعلان نه شي په لویو، لويو لاریونو به لاس پورې کړي:
۱- د انتخاباتو ناندرۍ دومره اوږدې شوې، چې هره ورځ په رسنيو کې اورو چې نن جنګ وشو، نه يې پلانی نه مني او نن پالنی؛ چې همدې مسلې خلک دومره بې حوصلې کړې چې په تېر اخېر به لارو کوڅو ته راووځي او په خپل سره به يو تصميم ونيسي.
۲- که دا لانجه همداسې پسې اوږده شي، نو خلک مجبور دي چې لارو کوڅو ته راووځي او په خپله د دې مسلې د حل يو سر وتړي، ځکه نه شي کېدلی چې خلک چوپ پاتې شي."
په پکتيا کې د مدني ټولنو فعالان وايي؛ په داسې حال کې چې ولس ترفشار لاندې وي خامخا به هيواد د لويو، لويو مشکلاتو سره مخ کيږي.
په خبره يې ورځ تر بلې د بېکارۍ زياتېدل، د ټاکنو د پايلو نه اعلانېدل او ځينې نور پټ مسايل هغه ستونزې دي چې خلک يې راپارولي او دغه هيواد ډېر ژر له جدي ګواښونو سره مخ کولای شي؛ مدني فعال او د پکتيا پوهنتون استاد عارف الله حق پرست وايي :
”په عموم کې د دې وطن حالت د يوې ګډوډۍ حال ته روان دی، د يو غير نامعلوم خواته روان دی چې خلک هېڅ نه پوهېږې چې څه وکړي؟ او کله چې خلک له خپل برخليک څخه ناخبره اوسي چې په کوم لورې روان دي نو د ډېر بې باورۍ حالت رامنځ ته کيږي چې خلک نه خپل کارونه سم پرمخ بيولی شي او نه ژوند کولای شي نو ستونزې رامنځ ته کيږي چې موږ اوس له داسې يو حالت سره مخ يو.“
د پکتيا ډېر خلک چې د ټاکنيزو نتيجو په خپل وخت نه اعلان نا هيلي کړي دي وايي چې که نتايج ژر اعلان نه شول نو ژر ده چې د هيواد د راتلونکي لپاره يو جدي تصميم ونيسي، په پکتيا کې د مدني ټولنو يو تن فعال جهاد احمدزی وايي :
”ترکومه او څومره چې موږ د پکتيا له مشرانو سره په رابطه کې يو او د هغوی له خولې اورو؛ دا غوښتنه کوي چې بايد ژر تر ژره د ټاکنو نتيجه اعلان شي؛ که چېرې داسې ونه شي ښايي افغانستان يو بحراني حالت ته لاړ شي او خدای مه کړه بيا د نوييمې لسيزې له مشکلاتو سره ټول هيواد مخ شي."
موږ هڅه وکړه چې، د نتياجو د اعلان د ټاکلې نېټې په اړه د ټاکنو له کميسون څخه نظر ترلاسه کړو؛ خو ټولو د دقيقې نېټې له ښودلو معذرت وغوښت؛ خو د ټاکنو کميسون مسولو چارواکو په پرلپسې ډول رسنيو ته څرګندې کړې نيټې د سياسي جوړجاړي او تخنيکي ارزونې وروسته د اعلان خبره کړې خو لا هم نتياج ځنډېدلي دي.
د خلکو خبرو ته په کتو او په پکتيا کې د وارېدونکو ګنګوسو نه داسې برېښي، چې که د ټاکنو پايلې ژر اعلان نه شي ښايي رامنځ ته کېدونکی بحران له کابو کولو څخه ووځي.
راپور: داود تپان – پکتيا