د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۵

"د بامیان او پنجشنېر نه پرته په ټول افغانستان کې جګړه روانه ده"


په ټول افغانستان کې د طالبانو بريدونه مخ پر زياتېدو دي او چارواکي له افغانستانه د ناټوځواکونو وتل او د انتخاباتو لانجې د دې لامل بولي.

د سږکال په دوبي کې په ټول افغانستان کې د طالبانو بريدونه زيات شوي دي. په سلګونو جنګيالي پر ښارونو او کليو حملې کوي.

تاوتريخوالی د ولسمشرۍ د کانديداونو ترمنځ د لانجو پرمهال زيات شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت يو چارواکي د المان خبري اژانس ته ويلي دي چې؛ د پنجشېراو باميان ولايتونو څخه پرته، د هېواد په ټولو ۳۴ ولايتونو کې جګړې روانې دي.

وسله والو مخالفينو د جون په مياشت کې د څو اوونيو لپاره په هلمند کې د سنګين ولسوالۍ ونيوله.

تر ۱۰۰۰و زيات خلک وژل شوي دي او پردې سربېره چې په هلمند کې ترټولو زيات امنيتي ځواکونه حضور لري، د سنګين ولسوالۍ تراوسه د نښتو ډګر ده.

چارواکو د المان خبري اژانس ته ويلي دي چې؛ د ناټو ځواکونو د وتلو خبر طالبان زړور کړي دي.

په لوګر کې، چې ورته له کابله دوه ساعته د موټرلار ده، په روانه اوونۍ کې وسله والو طالبانو په سلګونو بريدونه کړي دي.

د المان خبري اژانس وايي، د ځايي اوسېدونکو په وينا، په لوګر ولايت کې وسله والو طالبانو د خپلو ټپي ملګرو لپاره ګرځنده کلينيکونه جوړ کړي دي.

د روانې مياشتې په پيل کې، په شمالي ولايت بدخشان کې، حکومتي او امنيتي چارواکي د سلګونو طالبانو له خوا د څو ساعتونو لپاره محاصره شوي ول.

همدا راز په شمالي ولايت کندزکې، ياغيانو د پوليسو پر ګڼ شمېرپوستو حمله وکړه او نژدې وه چې له شپږو څخه لږترلږه دوې ولسوالۍ ونيسي.

دا جګړه هغه وخت پای ته ورسېده، چې د کورنيو چارو وزير له ناټو ځواکونو څخه غوښتنه وکړه چې د هوايي بريدونو په کولو سره د پوليسو مرسته وکړي.

ولسمشرکرزي په داسې بريدونو کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې له کبله د هوايي بريدنو د مخنيوي لپاره په ښکاره مخالفت کړی دی.

يوه افغان چارواکي د نوم نه ويلو پرشرط د المان خبري اژانس ته ويلي دي چې د کورنيو چارو وزير د ناټو جنرال ته وويل، چې که موږ د هوايي بريونو مرسته ونه لرو، دا ولسوالۍ به له لاسه ورکړو.

ده زياته کړه چې؛ د کندزد ياغیانو مشري ملا سلام کوله چې تر اوسه د پاکستان په توقيف کې وو او اوس تر ۲۰۰۰ زياتو وسله والو قومندان دی.

دې چارواکي زياته کړه چې؛ ملاسلام د پاکستان د استخباراتي ادارې له خوا قصداً را خوشې کړل شو چې پرکندز يرغل پيل کړي.

د هالينډ په برنسم کې د ناټو ځواکونو قومندان جنرال هانس لوتار ډومرويز وويل، چې پر بريدونو سربېره، طالبان نه دي توانېدلي چې يوه ولسوالۍ دې هم ونيسي.

د ملي امنيت سلاکار رنګين دادفرسپنتا د المان خبري اژانس ته ويلي دي چې؛ په هېواد کې د وسله والو طالبانو حملې د ناټو ځواکونو د وتلو او سياسي بحران له کبله زياتې شوي دي.

ده وويل، چې د تېرو وختونو په پرتله امنيتي حالت غيرعادي دی.

سپنتا نړېواله ټولنه ګرمه کړه چې افغان ځواکونو ته مهم تجهيزات نه ورکوي.ده وويل:

″ولې ناټو درنو وسلو او هوايي ځواک ته اړتيا لري او افغانان يې نه لري؟ زما په فکر د دوی لپاره د يوه افغان ژوند دومره مهم نه دی لکه د یوه ناټو د عسکر ژوند.″

خو د ښاغلي سپنتا په وينا د افغان ځواکونو مورال اوس هم لوړ دی.

XS
SM
MD
LG