د افغانستان د مدني ټولنې فدراسیون د انتخاباتو له خپلواک کمیسیونه غواړي، چې د انتخاباتو نتایج ژراعلان کړي.
د دغه مدني بنسټ غړیو د سې شنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، چې د کاندیدانو سیاسي بحثونو انتخابات بې ارزښته کړي او هغه یې د باج اخیستنې یوه پروسه بللې.
دا غوښتنه داسې مهال مطرح کیږي چې په افغانستان کې د ملګروملتونو استازې ویلي ښایي د انتخاباتو نتایج د سنبلې په نولسمه نیټه څرګند شي.
د مدني ټولنې فدراسیون د انتخاباتو له خپلواک کمیسیونه غواړي، چې د شفافیت او دقت په نظرکې نیولو سره، د انتخاباتو نتایج ژراعلان کړي.
د یاد فدراسیون غړیو د سې شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، چې د انتخاباتو د نتایجو ځنډ پرهېواد منفي اغیز کړی او په وینا یې چې دوي یې د ژر تر ژره اعلانیدو ملاتړ کوي.
د دې مدني بنسټ مشر صدیق انصاري د یاد فدراسیون غوښتنې داسې مطرح کړې:
″د ولسمشرۍ د دویم پړاو انتخاباتو نتایج دې په شفاف او دقیقه توګه د ټولو رایو له بیا شمېرلو سره ژر تر ژره اعلان او د خلکو په رایو راغلی حکومت دې له ټولو ښکیلو خواوو او مدني ټولنو جوړ او په واقعې توګه دې د ملي وحدت حکومت وي.
دغه راز دې د هېواد د سوکالې او سرلوړې راتلونکې په اړه ولس ته د جګړو، وینې تویدنې او جنایاتو د ختمیدو عملي ضمانت ورکړي.″
د مدني ټولنې د فدراسیون غړیو د انتخاباتي بهیر ځنډنی کیدل غندلي او د انتخاباتو له خپلواک کمیسیونه یې غوښتي چې په دې پروسه کې دې ښکیل تقلب کوونکي وپيژني او څارنوالۍ ته یې معرفي کړي.
د همدې بنسټ یو بل غړي نجیب الله مجاهد بیا خبریالانو ته وویل، چې د انتخاباتو د پروسې اوږدیدو د افغانستان پر اوسني وضعیت او اقتصاد ناوړه اغیز کړی دی:
″کله چې زموږ ګوتې پرې کیږي، دوه میلیونه شهیدان ورکوو او د رایو صندوقونو ته ورځو او یو کلیو ګاز په یو سل او څلویښت افغانۍ اخلو.
ایا دا د دې لپاره دی چې ډاکټر صاحب عبدالله ولسمشر شي. ایا د دې لپاره دی چې ډاکټر صاحب اشرف غني ولسمشر شي، نه موږ د ملي ګټو لپاره دا ټول زیانونه منلي دي.″
د انتخاباتي بهیرد ختمیدوپه اړه دا غوښتنې په داسې حال کې مطرح کیږي چې د اصلاحاتو او همپالنې ټیم د انتخاباتو د تخنیکي بهیر ترڅنګ له سیاسي بهیره هم د وتلو ګواښ هم کړی.