د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۲

عبدالله عبدالله: سیاسي بهیر له خنډ سر مخ شوی


د ولسمشرۍ کاندید عبدالله عبدالله وایي، د ده او سیال ټیم تر منځ یې د ملي وحدت حکومت د جوړېدو په اړه سیاسي بهیر له خنډ سره مخ شوی دی.

د جمهوري ریاست کاندید عبدالله عبدالله وایي، له سیال ټیم سره یې سیاسي خبرې ځکه له ستونزو سره مخ شوي؛ چې هغوی دوی ته د بایلونکي ټیم په سترګه ګوري.

عبدالله عبدالله وایي، سیال ټیم یې په دې فکر دی، چې دوی ورنه څوکۍ او په راتلونکي حکومت کې واک غواړي؛ خو په خبره یې ملي وحدت حکومت ته د دوی غاړه کیښودل په دې معنی نه دي؛ چې دوی په انتخاباتو کې دویم مقام لري.

ښاغلي عبدالله، چې د دوشنبې په ورځ په کابل کې خپلو پلویانو ته وینا کوله وویل؛ چې په دې برخه کې به په راتلونکې کې داسې پریکړه اعلان کړي؛ چې له ملي ګټو سره به په تضاد کې نه وي:

"سیاسي پروسه له خنډ سره مخامخ شوې؛ ځکه چې سیال ټیم زموږ ادعا درک نه کړه، زه تاسي ته ډاډ درکوم چې؛ موږ به د خلکو د اعتماد په پام کې نیولو سره خپله پریکړه وکړو او زموږ پریکړه به د خلکو حقونو ته له رسیدو پرته به بل څه نه وې."

عبدالله وویل، چې ټیم یې د انتخاباتو ګټونکی دی او یوه ورځ به هم تقلبي حکومت ونه مني.

عبدالله دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي؛ چې د دوشنبې په ورځ د دواړو کاندیدانو ترمنځ خبرو کومه نتیجه ورنه کړه.

نوموړي د انتخاباتو د تفتیش او ابطال بهیر هم غیر شفاف وباله او ویې ویل، چې د دې تقلبي بهیر نتیجه به ونه مني.

ده وویل، کمیسیون او سیال ټیم یې هڅه کوله، چې د تفتیش پر مهال په شوو درغلیو پرده واچوي.

خو په همدې حال کې د اشرف غني احمدزي ټیم وایي؛ چې د اصلاحاتو او همپالنې ټیم د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په حضور کې ژمنه کړې وه؛ چې له تفتیش وروسته به د انتخاباتو نتیجه مني او اوس باید په خپلې ژمنې ودریږي.

د دې ټیم یوه ویاند طاهر زوهیر په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"ښاغلي عبدالله د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کري په دوځلې راتګ سره ژمنه کړې چې؛ د انتخاباتو د تفتیش وروسته به د انتخاباتو نتایج ومني او دا خبرې د افغانستان د ملت او نړیوالې ټولنې په حضور کې په کتبي بڼه ویل شوي او هم کنفرانسونو کې مطرح شوې دي؛ دوی نه شي کولای چې له هغو ژمنو لاس واخلي."

په همدې حال کې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون مشر احمد یوسف نورستاني خبریالانو ته ویلي؛ چې د رایو د تفتیش بهیر د کاندیدانو په خوښه پیل او ډیر شفاف و.

دغه څرګندونې په داسې حال کې کیږي؛ چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما د دوشنبې په شپه هم له ډاکتر عبدالله عبدالله سره خبرې کړي او ټینګار یې کړی؛ چې د ملي وحدت حکومت په اړه باید خبرې نتیجه ورکړي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG