د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۰

پخوانیو پاکستاني افسرانو د کراچی په حمله کې له القاعده سره مرسته کړې


القاعده شبکې په کراچۍ ښارکې د پاکستان د سمندري ځواکونو پر یوه مرکز د حملې مسوولیت منلی دی.

د القاعده شبکې د جنوبي اسیا څانګه وايي، د پاکستان د پوځ یو شمېر پخوانیو افسرانو په دې حمله کې له دوی سره مرسته وکړه.

په دې حمله کې چې د روانې اونۍ په پیل کې وشوه درې پاکستاني سرتېري او درې واړه بریدکوونکي ووژل شول.

القاعده ډلې د پاکستان د سمندري ځواکونو پر مرکز د برید مسوولیت د سپټمبر په یوولسمه ومانه.

دا هغه نېټه ده چې همدې ډلې پوره دیارلس کاله مخکې د څلورو الوتکو په وسیله پرامریکا تروریستي بریدونه وکړل.

د القاعده شبکې مشرایمن الظواهري تېره اونۍ د دې ډلې د جنوبي آسیا د څانګې د جوړېدو خبر ورکړ.

القاعده شبکې په یو بیان کې ویلي دي چې په کراچۍ کې د سمندري ځواکونو پر مرکز په برید کې د پاکستان د پوځ افسرانو له دې ډلې سره مرسته کړې ده.

فرانسپرس خبري آژانس لیکي، چې د سپټمبرپه یوولسمه د داسې یوه خبر خپرول ښايي هغه اندېښې لا زیاتې کړي چې د پاکستان د پوځ په لیکو کې د افراطي وسله والو د نفوذ په اړه شته.

له دې مخکې طالبانو هم چې په دې حملو کې د لاس لرلو ادعا یې کړې، ویلي و، چې د پوځ له مینځه مرسته ورسره شوې ده.

د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف د چارشنبې په ورځ په پارلمان کې د وینا پرمهال د امنیتي ځواکونو په جزوتامونو کې د افراطي وسله والو د نفوذ له کبله اندېښنه وښوده او ویې ویل، دا مرستې باید له پامه ونه غورځول شي ځکه د ده په وینا له دننه څخه له مرستې پرته افراطي وسله وال نشي کولای امنیت ګډوډ کړي.

القاعده شبکې په یو بیان کې چې پرون په اردو ژبه خپور شو، ویلي دي چې کراچۍ ته نژدې د دوی حمله د جنوبي آسیا په نیمه وچه کې د حملې حیثیت لري.

القاعده شبکه ادعا کوي چې دا برید پر یوه امریکایۍ اکمالاتي کشتۍ وشو او په نتیجه کې یې وژل شوی وسله وال د پاکستان د سمندري ځواکونو پخوانی افسر و.

په دې اړه تراوسه څه نه دي ویل شوي چې آیا د حملې پرمهال په بندر کې کومه امریکايۍ کشتې وه کنه.

د پاکستان د سمندري ځواکونو ویاند ندیم بخاري وايي د پېښې په اړه تحقیقات روان دي خو د ده په وینا دا له وخته مخکې ده که وویل شي چې دا برید د پاکستان د پوځي افسرانو په مرسته شوی.

القاعده شبکه په ۲۰۱۱ کال کې په کراچۍ کې د پاکستان د سمندري ځواکونو پر یوه اډه په برید کې چې اولس ساعته یې دوام وکړ هم په لاس لرلو تورنه شوه.

په دې پېښه کې د پاکستان د هوايي ځواکونو لس تنه سرتېري ووژل شول او همدا راز د امریکا دوه کشفي الوتکې ګردسره ویجاړې شوې.

XS
SM
MD
LG