د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۶

امریکا د داعش په اړه د روسيې پر عکس العمل مايوسه شوې


Turkey -- US Secretary of State John Kerry addresses the media prior to his meeting with Turkish foreign minister at the Ministry of Foreign Affairs in Ankara, September 12, 2014
Turkey -- US Secretary of State John Kerry addresses the media prior to his meeting with Turkish foreign minister at the Ministry of Foreign Affairs in Ankara, September 12, 2014

د امریکا د بهرنيو چارو وزيرجان کري او امريکايي اداره د دې هېواد د ولسمشر بارک اوباما د وينا په اړه، چې د اسلامي دولت سخت دريځې ډلې په هکله يې کړې وه، د روسيې د لومړي عکس العمل په اړه ډېر مايوسه شوي دي.

په سعودي عربستان کې د امریکا ږغ راډيو د خبريال سکاټ سټرن سره په مرکه کې کري ويلي دي، زه هيله من يم چې روسيه په دې پوه شي چې د اسلامي دولت سخت دريځه ډله د روسيې لپاره هم خطر ده.

سوريې او روسيې دواړو د امريکا د جمهور ريس باراک اوباما هغه خبرداری وغندي چې ويلي يې وو امريکا به په سوريه کې د اسلامي سخت دريځې ډلې پرغړيو حمله وکړي.

د روسيې د بهرنیو چارو د وزارت وياند الکساندر لوکاشېوچ ويلي دي چې؛ که دا کار د ملګروملتونو د امنيت د شورا يا د سوريې د حکومت له موافقې پرته وشي، دا به په دې هېواد يرغل او د نړېوال قانونه سرغړونه وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزيرجان کري وويل چې؛ روسيه بايد د اسلامي دولت سخت دريځې ډلې پرضد په مبارزه کې برخه واخلي.

ده زياته کړه، د اوباما اداره هيله لري چې د روسيې د ولسمشر ولاديمير پوټين حکومت به له نړېوالې ټولنې سره مرسته وکړي ترڅو د اسلامي دولت له سخت دريځې ډلې سره په مسئولانه توګه چلند وکړي. ده زياته کړه:

″زه هيله لرم چې روسيه به پوه شي چې د اسلامي دولت ډله دوی ته هم خطر پېښوي.

د روسيې شااوخوا او نژدې له ډېرو هېوادونو څخه ستونزې شته او په خپله په روسيه کې دننه په ځينو سيمو کې تروريستان شته.

دا تروريستان به د اسلامي ډلې سخت دريځو ته ګوري او د هغوی کارونه به تکراروي.

نو زه فکر کوم چې روسيه بايد د اسلامي سخت دريځې ډلې له کبله اندېښنه ولري.″

د سوريې د ولسمشربشارلاسد د ملاتړ لپاره ايران له روسيې سره لاس يو کړی دی خو د اسلامي دولت سخت دريځې ډلې په هکله هم اندېښنې لري او په عراق کې کردانو ته، چې ورسره د امريکايي هوايي ځواک مرسته هم شته، په وسلو ورکولو سره مرسته کوي.

کري وويل، چې امريکا له ايران سره په مستقيمه توګه پوځي همکاري نه لري خو د يوه ګډ دښمن پرخلاف به يوبل ته خنډ نه جوړوي.

له امريکا ږغ راډيو سره په خبرو کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ايا د امریکا او ايران ترمنځ د همکارۍ د نشتوالي په اړه څه اندېښنې شته، کري وويل:

″زه فکر کوم چې دواړه ايران او امریکا ځير دي چې د کړکېچ مخنيوی وکړي. خو دا همکاري د نظامي ماموريت او يا بل ډول همکارۍ په مانا نه ده او بې له شکه موږ به خلک په ښه توګه له خطره دباندې ساتو او هيله کوو چې دوی به هم همداسې کوي.″

د امريکا د بهرنيو چارو وزير، له هغه وروسته چې د دې هېواد ولسمشربارک اوباما په عراق او سوريه کې د اسلامي دولت د سخت دريځې ډلې د ماتولو او له منځه وړلو لپاره غوښتنه وکړه، د خليج او عرب لسو سترو هېوادونو سره په سعودي عربستان کې يوه موافقه ترلاسه کړه. د دې موافقې له مخې به د اسلامي ډلې د سخت دريځو پر خلاف يو ائيتلاف جوړ شي.

XS
SM
MD
LG