د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۰

کوټه: چاودنې د ملېشه سرتېري په شمول ٣ وژلي او ٢٤ يې ټپيان کړي


په کوټه کې د سهار تر لمانځه وروسته د ملېشه ځواکونو ګزمه کوونکي موټر ته نيژدې چاودنه شوې، چې د يوه ملېشه سرتېري په شمول درې تنه پکې وژل شوي او څلرويشت نور پکې ټپيان شوي دي، خو مسووليت يې لا کومې ډلې پر غاړه نه دى اخيستې. وژل شوي او ټپيان اکثر مزدوران دي.

نن سهار وختي د کوټې ښار جنوب لور ته پر سرياب سړک باندې چاودنه وشوه، چې شاوخوا پينځويشتو تنو ته يې مرګ ژوبله واړوله. چاودنه (نوې اډې) ته څېرمه د ملېشه ځواکونو يوه ګزمه کوونکي موټر ته نيژدې د يوه بانک مخې ته شوې، چې د پوليسو په وينا چاودېدونکي مواد- چې شاوخوا څلوېښت کيلوګرامه وو- په يوه موټر کې ځاى پر ځاى کړل شوى وو او د ريموټ کنټرول په وسيله چاودل شوي دي.

د کوټې د پوليسو مشر عبدالرزاق چېمه د چاودنې په ځاى کې رسنيو ته په چاودنه کې د تلفاتو په اړه وويل:

"تر اوسه په چاودنه کې د دوو ملکي کسانو او يوه ملېشه سرتېري د وژل کېدو خبر لرو او څلرويشت تنه ټپيان شوي دي دي، چې دوه ويشت ملکي روغتون ته وړل شوي، دوه نظامي روغتون ته وړل شوي دي، يو شپاړس کلن ځوان هم ټپي دى، بدن يې ډېر سوځېدلى هغه هم نظامي روغتون ته وړل شوى دى. چاودنه د ملېشه ځواکونو پر موټر شوې، چې پر همدې چوک د تالاشۍ لپاره ولاړ وي، داسې ښکاري چې د ملېشه وو د موټر چلوونکى وژل شوى دى"

د څلرويشتو ټپيانو په منځ کې څلور تنه ملېشه سرتېري هم شامل دي، چې سمدستي د کوټې ملکي روغتون ته را انتقال کړاى شول او په هغوى کې هم د څلورو تنو حالت مرګونى بلل کېږي.

چاودنه دومره زوروره وه، چې د شاوخوا ودانيو ښيښې يې هم ماتې کړې دي، په عادي حالت کې په دې ځاى کې زياته ګڼه ګوڼه وي، خو چاودنه سهار وختي په لمرخاته مهال وشوه، چې په سيمه کې زياته ګڼه ګوڼه نه وه او له ملېشه سرتېرو پرته چې کوم ملکي خلک په چاودنه کې ټپيان شوي او يو پکې وژل شوى، عام مزدورکاره کسان وو. په چاودنه کې يو ټپي شوى مزدور وايي:

"زما نوم بخار دى، موږ دا خپل کولنګ، بېلچې او هتوړيانو ته ناست وو، څلوېښت کسه وو، چې دا دروب شو ولاکه پوهېدلي يو ټول يې په وينو رنګ کړو دا زموږ کار دى، چې دروب شو ګرده يې په غم اخته کړو ولاکه مو شى ليدلى وي، چې له کومې خوا دا ټکه راباندې راولوېده، ټول دا روزانې والا خلک مزدوران پر دې کونج ولاړ وو، چې دا ټکه ولوېده"

پوليس مشر ونه ويل، چې د چاودنې هدف خپله د ملېشه ځواکونو موټر وو که بل څوک، خو د چاودنې عيني شاهدينو او ټپي کسانو وويل، چې تر چاودنې مخکې د شعيه زيارت کوونکيو دوه بسونه له همدې ځايه تېر شول او وروسته چاودنه وشوه.

د چاودنې مسووليت سمدستي کومې وسلوالې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى، خو په بلوچستان کې پر پوليسو او ملېشه سرتېرو د حملو پړه اکثر د بلوڅو وسلوال سازمانونه پر غاړه اخلي.

رپوټ: بارکوال مياخېل- کوټه

پخواني معلومات:

په کوټه کې د سهار تر لمانځه وروسته د ملېشه ځواکونو ګزمه کوونکي موټر ته نيژدې چاودنه شوې؛ چې د يوه ملېشه سرتېري په شمول درې تنه په کې وژل شوي او پينځلس تنه ټپيان شوي دي، خو مسووليت يې لا کومې ډلې پر غاړه نه دى اخيستې.

نن سهار وختي د کوټې ښار جنوب لور ته پر سرياب سړک باندې چاودنه وشوه؛ چې شاوخوا شلو تنو ته يې مرګ ژوبله واړوله. چاودنه د ملېشه ځواکونو يوه ګزمه کوونکي موټر ته نيژدې د يوه بانک مخې ته شوې؛ چې د پوليسو په وينا چاودېدونکي مواد؛ چې شاوخوا څلوېښت کيلوګرامه وو؛ په يوه موټر کې ځاى پر ځاى کړل شوى وو او د ريموټ کنټرول په وسيله چاودل شوى دى.

په چاودنه کې تر اوسه د دوو تنو د وژل کېدو خبر ورکړى شوى؛ چې يو په کې ملېشه سرتېرى دى او شپاړس تنه په کې ټپيان شوي دي، چې په هغوى کې هم څلور تنه ملېشه سرتېري دي.

په چاودنه کې ټپي کسان سمدستي د کوټې ملکي روغتون ته را انتقال کړاى شول؛ چې په هغوى کې هم د څلورو تنو حالت مرګونى بلل کېږي.

چاودنه دومره زوروره وه، چې د شاوخوا ودانيو ښيښې يې هم ماتې کړې دي، په عادي حالت کې په دې ځاى کې زياته ګڼه ګوڼه وي، خو چاودنه سهار وختي په لمرخاته مهال وشوه، چې په سيمه کې زياته ګڼه ګوڼه نه وه او له ملېشه سرتېرو پرته چې کوم ملکي خلک په چاودنه کې ټپيان شوي او يو پکې وژل شوى، عام مزدورکاره کسان وو.

د چاودنې مسووليت سمدستي کومې وسلوالې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى، خو په بلوچستان کې پر پوليسو او ملېشه سرتېرو د حملو پړه اکثر د بلوڅو وسلوال سازمانونه پر غاړه اخلي.

رپوټ: بارکوال مياخېل- کوټه

XS
SM
MD
LG