د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۴

کري غواړي د اسلامي دولت ډلې پرضد د مبارزې لپاره د مصر ملاتړ خپل کړي


د امريکا د بهرنيو چارو وزير د دې لپاره قاهرې ته رسېدلى چې د اسلامي دولت د ډلې پرضد نړيوال ائتلاف ته ملاتړ راجلب کړي.

تر اوسه پورې د دې ډلې په وړاندې د امريکا په مشرۍ د مبارزې لپاره د سيمې شا و خوا لسو هېوادونو خپل ملاتړ اعلان کړى دى.

له مصري چارواکو سره کتنه، سيمې ته د امريکا د بهرنيو چارو د وزير جان کري د سفر وروستى هدف دى.

ښاغلى کري په تېرو څو ورځو کې عراق، اردن، سعودي عربستان او ترکيې ته لاړ او د اسلامي دولت ډلې پرضد يې د مبارزې لپاره د دغو هېوادونو ملاتړ راخپل کړ. دغه ډله په عراق او سوريه کې فعاله ده.

ښاغلي کري وويل، د اسلامي دولت ډلې په وړاندې د مبارزې لپاره جوړېدونکي ائتلاف د سيمې په کچه نه، بلکې د نړۍ په کچه نقش خپل کړى دى:

”زه راحت يم چې دغه ائتلاف به د عربي او اروپايي هېوادونو دغه راز امريکا په مرسته هراړخيز وي. نورو په بېلابېلو ډولونو د ولسمشر بارک اوباما د ستراتيژۍ ملاتړ کړى او د دې ډلې د کمزوري کولو او ويجاړولو اړتيا يې په بشپړه توګه منلې ده“

د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کري په خپلو خبرو کې زياته کړه، دا اټکل تر وخت مخکې دى چې وويل شي، په دې ائتلاف کې هر شامل هېواد به کوم مشخص اقدامات کوي.

راپورونه وايي، سعودي عربستان، بحرين، مصر، عراق، اردن، کويت، لبنان، عمان، قطر او متحده عرب اماراتو منلې چې د اسلامي دولت ډلې پرضد د مبارزې لپاره به د امريکا په مشرۍ ائتلاف کې برخه اخلي.

جان کري وايي، د راتلونکې دوشنبې په ورځ په پاريس کې په جوړېدونکې کنفرانس کې د ايران ګډون به پرځاى کار نه وي.

دغه کنفرانس په عراق کې د افراطي ډلو په وړاندې د مبارزې همږغي کول څېړي.

تر دې مخکې د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولان بغداد ته په سفر کې ويلي وو، هېواد يې تيار دى د اسلامي دولت ډلې په وړاندې د مبارزې لپاره د عراق ځواکونو ته زياتې پوځي مرستې ورکړي.

تر دې مخکې هم فرانسې عراق ته زياته اندازه پوځي تجهيزات او وسايل ورکړي دي.

د اسلامي دولت ډله چې په داعش پېژندل کېږي، دا مهال د عراق او سوريې له ځواکونو سره په جګړه بوخته ده.

که څه هم امريکا په عراق کې د دې ډلې د جنګياليو په وړاندې د هر ډول مبارزې ژمنه کړې، خو واشنګټن د سوريې لپاره چې د رژيم مخالف يې دى، کوم پلان او تګلاره نه ده اعلان کړې.

XS
SM
MD
LG