د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۳

اشرف غني او عبدالله عبدالله نن یوځل بیا سره ګوري


د ولسمشرۍ د کاندیدانو تر منځ د ملي وحدت حکومت د جوړیدو په باب د مذاکرتو تر څو ورځني ځنډ وروسته دواړه کاندیدان د یکشنبې په ورځ یو ځلې بیا سره ګوري.

د دواړو انتخاباتي ډلو استازیو آزادۍ راډیو ته وویل؛ چې په تېرو څو ورځو کې د نړیوالو او کورنیو منځګړو په مرسته د کاندیدانو تر منځ یو لړ اختلافي مسایل حل شوي او د پاتې نورو د حل کولو لپاره هڅې جریان لري.

که څه هم دوی په دې اړه جزیات ورنه کړل چې؛ کوم اختلافي مورد حل شوي؛ خو د تحول او تداوم د ټیم یوه ویاند طاهر زُهیر آزادي راډیو ته د اختلاف د اساسي ټکي په اړه وویل:

"د نظر اختلاف لا هم پر هغه یو مورد دی چې؛ د مقابل ټیم ملګرې پرې ټینګار کوي او هغه دا دی چې، اجراییه رییس دې د اجرایه صدارت په توګه کار وکړي او د کابینې رییس و اوسي."

ښاغلي زُهیر د سیال ټيم دا دریځ د اساسي قانون خلاف وباله.

د ولسمشرۍ د کاندیدانو ‌اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله تر منځ له څو ورځو راپدېخوا د نړیوالو منځګړو له خوا یوې موافقې ته د رسیدو لپاره هڅې دوام لري.

په همدې حال کې دواړو کاندیدانو د شنبې په ورځ په ارګ کې له ولسمشر حامد کرزي سره وکتل؛ څو د ملي وحدت حکومت د جوړېدو په اړه دواړه لورې یوې وروستۍ موافقې ته ورسیږي.

ولسمشر کرزي دغه راز د شنبې په ورځ د عالمانو د شورا یوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل؛ چې په دواړو کاندیدانو کې د همکارۍ او د تفاهم ډیره ښه فضا شته او په راتلونکې یوې یا دوو ورځو کې به دوی نهایي موافقې ته سره ورسیږي.

د اصلاحاتو او همپالنې ټیم هم د کاندیدانو تر منځ د خبرو د پيلېدو مساله تاییدوي او وایي چې، د یکشنبې ورځې په لیدنه کې به پر پاته اختلافي مواردو خبرې وشي.

د دغه ټیم یوه ویاند مجیب الرحمن رحیمي په دې اړه آزادۍ راډیو ته داسې معلومات ورکړل:

"د نړیوالو ملګرو په ځانګړې توګه د امریکا متحده ایالاتو په منځګړیتوب د دواړو ټیمونو تر منځ مذاکرې دوام لري. په دغو مذاکرو کې نسبي پرمختګونه شوي. ټاکل شوې د دواړو ټیمونو مشران نن ملاقات وکړي؛ څو وروستي پرمختګونه او خنډونه وارزوي او که په دغه ناسته کې پر اختلافي مواردو موافقه وشي؛ نو طبعیتاً موږ به یوې وروستۍ پایلې ته ورسیږو."

د ولسمشرۍ د کاندیدانو تر منځ د سیاسي روغې جوړې د هڅو په ترڅ کې په سیاسي برخه کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال "جیفري فیلډمن افغانستان ته راغلی او په دې برخه کې په کابل کې د امریکا د سفارت له لورې هم هلې ځلې کیږي.

که څه هم د اصلاحاتو او همپالنې ټیم وایي؛ دوی ته د انتخاباتو تخنیکي پروسه د منلو وړ نه ده، خو د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وایي؛ د یکشنبې په ورځ به پاتې تخنیکي مراحل بشپړ شي.

دغه کمیسیون وایي، د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون له لورې د رایو د نتایجو تر څیړنې وروسته به ډير ژر د انتخاباتو وروستي نتایج اعلان شي.

XS
SM
MD
LG