د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۱

"امنیتي چارواکي دې د ډیورنډ په اوږدو کې د خندق کیندلو په اړه وضاحت ورکړي"


د مشرانوجرګې رییس فضل هادي مسلمیار
د مشرانوجرګې رییس فضل هادي مسلمیار

د افغانستان مشرانو جرګې پریکړه کړې، چې د سې شنبې په ورځ به امنیتي چارواکي خپلې غونډې ته ورغواړي ترڅو د ډیورند کرښې په اوږدو کې د پاکستاني پوځ له خوا د خندق د کنیدلو په اړه وضاحت ورکړي.

د پاکستان سرحدي پوځیانو په کوټه ښارکې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې؛ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې یې د ۴۸۰ کیلومترو په اوږدوالي د یوه خندق د کیندلو کار پیل کړی دی.

د افغانستان جمهوري ریاست تیره ورځ یوه پلاوي ته دنده سپارلې چې، د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستاني حکومت له خوا د خندق د کیندلو مساله وڅیړي.

د افغانستان د مشرانو جرګې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستاني پوځیانو له خوا د خندق کنېدل وغندل او هغه یې د نه منلو وړ کار وباله.

د دې جرګې رییس فضل هادي مسلمیار د یکشنبې ورځې په عمومي غونډه کې وویل چې؛ د دې موضوع په اړه به د سې شنبې په ورځ افغان امنیتي چارواکي سناتورانو ته معلومات وړاندې کړي:

″موږ په هیڅ صورت سره دغه موضوع نه شو برداشت کولای او نه یې هم منلی شو د ملت په استازیتوب یې غندو له امنیتي مسوولینو نه غوښتنه کوو سبا نه بل سبا امنیتي مسوولین راځي او له موضوع به همدا وي ورسره به جدي بحث کوو د دې د بندولو په اړه اقدام وکړي او هغه څه یې چې کړي دي هغه لرې کړي.″

په دې وروستیو کې د پاکستان پوځي چارواکو وویل چې؛ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د وسله والو مخالفینو او د مخدره موادو د قاچاق وړونکو د مخنیوي لپاره خندق باسي.

د پاکستان سرحدي پوځیانو په کوټه ښارکې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې؛ د ۴۸۰ کیلومترو په اوږدوالي یي د یوه خندق د کیندلو کار پیل کړی دی.

د دې خندق د کیندلو مسالې په بلوچستان ایالت کې د پښتنو سیاستوالو او د چمن په پوله کې د سوداګرو غبرګونونه پارولي دي.

افغان سناتورانو پرحکومت غږ وکړ، چې د دې مسایلې په اړه چوپه خوله پاتې نه شي او په دې اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا او د اسلامي هېوادونو کنفرانس ته شکایت وکړي.

لیلما احمدي او نثار حارث وايي:

″۱: دغه کار د اندېښنې وړ دی، هغه خندق چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستان له خوال کېندل کیږي د دغه ګاونډي هېواد یوه بله لوبه ده چې کوي یې، ولې پر وړاندې یې باید چوپه خوله کینه نو.

۲: افغان دولت باید په دې اړه له اوله تر اخر د ملګرو ملتونو امنیت شورا او د اسلامي هېوادونو کنفرانس ته شکایتونو کړای وای، ترڅو د پاکستان د دې کار مخه یې نیولې وای.″

د افغانستان جمهوري ریاست تیره ورځ یوه پلاوي ته دنده سپارلې چې؛ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستاني حکومت له خوا د خندق د کیندلو مسله وڅیړي.

د چارو د ادارې او د وزیرانو شورا د دارالانشا ویاند جواد ناجي تېره ورځ ازادي راډیو ته وویل؛ دا پلاوی دنده لري چې، په لسو ورځو کې خپل کاري رپوټ ولسمشر ته وسپاري.

د پاکستان دې اقدام د افغان او ځیني پاکستاني سیاستوالو جدي غبرګونونه راپارولي او د پاکستاني پوځ دغه کار یي غندلی دی.

د پاکستان د پخواني پوځي واکمن جنرال پرویز مشرف د واکمنۍ پرمهال هم پاکستاني لورې پردې کرښه د اغزن سیم د غځولو موضوع راپورته کړې وه چې؛ د افغانستان د مخالفت له کبله عملي نه شو.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG