د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۴

کابل ښاریان د پغمان د پیښې د تورنو کسانو په اعدام کې ځنډ د اندیښنې وړ بولي


ټاکل شوې وه چې. د پغمان په پیښه کې د نیول شوو تورنو کسانو دویمه محاکمه د یکشنبې په ورځ په علني ډول وشي؛ خو په نامعلومو دلایلو دا محاکمه دوشنبې ورځې ته ځنډیدلي.

د کابل ښار یو شمیر اوسیدونکي دې ځنډ اندیښمن کړي او وایي، چې ولي د دومره غټ جرم مجرمین لا هم د اعدام له سزاوو لیرې دي.

د کابل څو تنو اوسیدونکو ازادي راډیو ته وویل؛ ممکن عدلي او قضایي چارواکي په دې ډول ځنډونو سره دا مجرمین له اعدامه خلاص کړي.

"۱- زما نوم شیر افضل دی، نور نو په خدای له دولته شرمیږو چې؛ څه ترې وغواړو ډیر فاسد دولت دی؛ په خلکو جرم ثابت دی او ټولو خلکو ولیدل چې ظلم شوی دی بیا هم نه لا نه دي اعدام شوي؛ دوی ته باید هیڅ وخت ورنه کړل شي او ژر تر ژره اعدام شي.

دا غله په زرګونه ځله نیول شوي؛ ولې بیا خوشي شوي دي.

۲- په دې مسایلو کې تر ډيره زورواکي لاس لري؛ دا نیول شوي کسان هم د همدې زورواکو دي او همدا وجه ده چې؛ محکمه یې ځنډیږي او امکان لري چې؛ د محکمې څخه یې هم بیخې صرف نظر وشي."

تېره اوونۍ د کابل ابتدایه محکمې په یوه علني محکمه کې د پغمان د وروستۍ پیښې اووه واړو عاملینو ته د اعدام سزا اعلان کړه؛ خو ویې ویل، مجرمین کولای شي دوه نورو محکمو ته رجوع وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې، جمهور رییس حامدکرزي هم په دې ورستیو کې له عدلي او قضایی ارګانونو څخه غوښتي وو؛ چې دې مجرمینو ته د اعدام سزا ورکړي.

شاوخوا دری اونۍ وړاندې د کابل د پغمان په ولسوالۍ کې یو شمیر وسله والو کسانو د یوې کورنۍ موټر چې له واده څخه کور ته روان وو؛ درولی و، د هغوی مالونه یې لوټلي وو او په ښځو باندې یې ډله ییز جنسي تیري کړي وو.

ومو غوښتل چې، د دې کسانو د دوسې د پرمختګ په اړه د موظف قاضي نظر هم له ځان سره ولرو؛ خو هغې په دې اړه د جزیاتو له ورکولو ډډه وکړه.

په ورته وخت کې د افغانستان د بشر د حقوقو خپلواک کمیسیون له عدلي او قضایي ارګانونو غواړي چې؛ دوی باید د زورواکو له ګواښونو ونه ویریږي او د مجرمینو قضیې ته په وخت رسیدګي وکړي.

د دې کمیسیون ویاند رفیع الله بیدار ازادي راډیو ته وویل چې؛ د پغمان پیښې د عاملینو دوسې باید په عادلانه ډول وڅیړل شي او ورته له قانون سره سمه سزا ورکړل شي.

"دا ډیره یوه غمجنه پیښه ده.د افغانستان د بشر د خقونو خپلواک کمسیون په دې باور دی چې؛ که پلټنې دقیقې او جدي کیږي که وخت هم واخلي دومره مهمه نه ده ولې مهمه دا ده چې عدالت باید مراعت شي او جزا چې دې خلکو ته ورکول کیږي؛ باید د قانون مطابق وي."

په ورته وخت کې د مدني ټولنو یو شمیر فعالین او عام خلک د پغمان د پیښې عاملینو ته د جزا ورکولو ته د شک په سترګه ګوري او وایي چې، دوی ډاریږي چې د وخت په تیریدو به دا کسان بیا ازاد شي.

دوی ټینګار کوي چې، د وخت د ضایع کیدو څخه باید مخنیوی وشي او ستره محکمه باید ژر تر ژره په علني توګه د هغوی د اعدام حکم صادر کړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG