د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۸

د حقوقپوهانو ټولنه: د ملي وحدت حکومت جوړول د وخت یو ضرورت دی


Afghanistan -- Presidential Candidates Ashraf Ghani (L) and Abdullah Abdullah speak to journalists during a press conference with US Secretary of State and UN special representative to Afghanistan, in Kabul, July 12, 2014
Afghanistan -- Presidential Candidates Ashraf Ghani (L) and Abdullah Abdullah speak to journalists during a press conference with US Secretary of State and UN special representative to Afghanistan, in Kabul, July 12, 2014

په داسې حال کې چې د جمهوري ریاست په دواړو کاندیدانو د ملي وحدت حکومت د جوړیدو لپاره فشارونه زیات شوي؛ د افغانستان د حقوق پوهانو ټولنه هم د دا ډول حکومت جوړښت د وخت ضرورت بولي.

د دې ټولنې غړي وايي که څه هم د یو ښه نظام ځانګړتیا دا ده چې؛ بایلونکی ټیم یې په اپوزسییون کې وي؛ خو وايي، دا چې د عبدالله عبدالله انتخاباتي ټیم د انتخاباتو کمیسیون پریکړې نه مني؛ نو د ملي وحدت حکومت ایجاد یو ښه انتخاب دی.

د افغانستان د حقوق پوهانو د ټولنې مشر عبدالغیور غیور د یکشنبې ورځې په خبري غونډه کې که څه هم د ملي وحدت حکومت په جوړېدو ټینګار وکړ؛ خو ویې ویل، دا حکومت باید د وړتیا په اساس وي.

"د ملي وحدت راتلونکی حکومت باید د وړتیا او شایسته سالاری په اساس وي او په دا ډول حکومت کې باید د کاندیدانو د هر ډول زیاتو غوښتنو څخه مخنیوی وشي.

موږ د ملي وحدت او د هیواد د لوړو ګټو لپاره هیله کوو چې؛ دواړه کاندیدان له ځان ښودنې او د زیاتو غوښتلو څخه تیر او یواځې د هیواد ګټې په پام کې ونیسي."

ښاغلي غیور وویل، د ملي وحدت حکومت په جوړېدو کې د افغانستان قوانینو ته باید ځانګړی پام وشي او په هېڅ صورت باید د کاندیدانو تر منځ د قدرت په ویش پریکړه ونه شي.

په ورته وخت کې د افغانستان مشرانو جرګې هم د یکشنبې ورځې په عمومي غونډه کې یو ځل بیا له دواړو کاندیدانو وغوښتل چې؛ د هیواد روان حالت ته په کتو ژر تر ژره یوې موافقې ته ورسیږي.

د دې جرګې مشر فضل الهادي مسلمیار وویل؛ عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزی باید د جمهور رییس سره کړي ژمنه عملي کړي او په دوه ورځو کې روان بحران ته د پای ټکې کیږدي.

"په دواړو کاندیدانو یو ځل بیا غږ کوو چې؛ خدای مو سره جوړ کړه، لکه څنګه چې جمهور رییس ویلي چې؛ دا ستونزه به په دوه ورځو کې حل شي خدای د وکړي چې؛ رښتیا هم نوره حل شي تر څو له بحرانه ووځو او ملت مو چې له کومو ستونزو سره مخ ده له هغې ووځي."

د ملي وحدت د حکومت د جوړیدو په سر په دواړو کاندیدانو د بهرنیو هیوادونو ملګرو ملتونو او داخلي بنسټونو له لوري د اوږده مهال راهیسې فشارونه زیات شوي دي.

د ملي وحدت حکومت د جوړیدو په اړه دواړو کاندیدانو دوه ځله د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په حضور کې موافقه وکړه؛ خو په دې حکومت کې د اجراییه پوست د صلاحیتونو د څرنګوالي په اړه مخالفتونه تراوسه هم نه دي حل شوي.

څیړونکي وایي، مخکې له دې چې د انتخاباتو نتیجه اعلان شي؛ باید دواړه کاندیدان له کړیو ژمنو سره سم د ملي وحدت حکومت د جوړیدو په اړه نهایي موافقې ته ورسیږي.

XS
SM
MD
LG