د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۸

د عبدالله عبدالله او اشرف غني ترمنځ پلان شوې کتنه لغو شوه


د ولسمشرۍ د دوو کاندیدانو ترمنځ کتنه د هغه څه له کبله لغو شوه چې د تحول او تداوم انتخاباتي ټیم یې له اساسي قانونه پر لوړو غوښتنو د سیال ټیم ټینګار بولي.

پرون راپور ورکړل شو چې اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله به کتنه سره کوي خو د اصلاحاتو او همپالنې ټیم وویل، چې دا کتنه د تحول او تداوم د ټیم له خوا په وروستۍ شېبه کې فسخ شوه.

د تحول او تداوم ټیم وايي چې؛ د ولسمشرۍ د دوو کاندیدانو ترمینځ پلان شوې کتنه د اصلاحاتو او همپالنې د ټیم د هغو غوښتنو له کبله لغو شوه چې له اساسي قانون سره په مخالفت کې دي.

د دې ټیم ویاند طاهر زهیر وايي، د دواړو ټیمونو د اختلافونو د حل لپاره د نړېوالو منځګړو هڅو پرون هم نتیجه ورنه کړه. ښاغلي زهیر له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل:

″لاهم د تحول او تداوم د ټیم او د افغان ولس لپاره اساسي قانون سره کرښه ده، نو ځکه په پام کې وه چې دواړه کاندیدان پرون مازیګر سره وګوري خو د دوی بېځایه ټینګار باعث شو چې دا کتنه ونه شي.″

خو ښاغلي زهیرهمدا راز یادونه وکړه چې د ملګرو ملتونو او متحدوایالاتو استازي د دواړو ټیمونو ترمنځ د خبرو د بیا پیل هڅې کوي.

د نوموړي په وینا په دې منځګړو کې په کابل کې د امریکا سفیر، د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی او په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر یوناما شامل دي.

په داسې حال کې چې د اشرف غني احمدزي په مشرۍ د تحول او تداوم ټیم د دواړو ډلو ترمنځ خبرې ناکامې بولي د عبدالله عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې ټیم ادعا کوي چې د اجراییه مشر د صلاحیتونو په اړه له سیال ټیم سره توافق شوی او یوازې دوه نور موارد پاتې دي چې لا هم دواړو ټیمونو موافقه نه ده پرې کړې.

د اصلاحاتو او همپالنې د ټیم ویاند فضل الرحمن اوریا:

″دوه اختلافي ټکي پاتې دي چې یو د ټاکنو د پایلو د اعلان ډول دی او دوهم د ملي یووالي په دولت کې پردې میکانیزم باندې چې دواړه ټیمونه باید په هغه دولت کې فعالانه ونډه ولري اختلاف شتون لري او د دې اختلاف د حل په خاطر باید دواړه مشرانو ناسته کړې وای خو په نوییمه دقیقه کې د تحول او تداوم د ټیم له خوا منتفي شوه.″

که څه هم د عبدالله عبدالله ډله د اجراییه مشر د صلاحیتونو مسئله او له هغې ډلې دا غوښتنه چې اجراییه مشر دې د کابینې مشر هم وي، حل شوې ګڼي خو د اشرف غني احمدزي ډله اوس هم ټینګار کوي چې د اساسي قانون له چوکاټه اوچتې غوښتنې به ونه مني.

ولسمشرحامدکرزي د شنبې په ورځ په ارګ کې له دواړو کاندیدانو سره وکتل څو دواړه وهڅوي چې د ملي وحدت د حکومت په اړه یوې موافقې ته ورسیږي.

ښاغلي کرزي همدا راز د شنبې په ورځ د عالمانو د شورا غونډې ته په وینا کې وویل، په دواړو کاندیدانو کې د همکارۍ او تفاهم ډیره ښه فضا شته او په راتلونکې یوې یا دوو ورځو کې به یوې موافقې ته سره ورسیږي.

XS
SM
MD
LG