د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۶

په پاکستان کې د رامنځته شوي سیاسي کړکېچ یوه میاشت پوره شوه


د پاکستان په پايتخت اسلام اباد کې د نواز شريف د حکومت پرضد د پيل شويو مظاهرو او لاريونونو له امله د رامنځته شوي سياسي کړکېچ يوه مياشت پوره شوه.

د عمران خان په مشرۍ د پاکستان تحريک انصاف او د طاهر القادري په مشرۍ د دې هېواد د عوامي تحريک ګوندونو زرګونه پلويانو د تيرې مياشت له ١٤مې نېټې راهيسې په اسلام اباد کې د نواز شريف د حکومت پرضد پراخ لاريونونه او مظاهرې پيل کړي او دا مهال د دې ښار په ډي څلورلارې کې د پارلمان ودانۍ ته نيزدې راغونډ دي.

دوى په داسې حال کې، چې د نواز شريف حکومت جعلي بولي، له نوموړي غواړي چې، استعفا ورکړي، پارلمان منحل کړي او نوې ټاکنې ترسره کړي.

د پاکستان تحريک انصاف ګوند مشر د دوشنبې په شپه خپلو پلويانو ته د وينا پر مهال د احتجاجونو د مياشت پوره کېدو له امله مبارکي وويله او همدراز يو ځل بيا يې خپله زړه غوښتنه تکرار کړه او ويې ويل، چې په هېڅ صورت به د نواز شريف د استعفا پرته له دې ځايه لاړ نه شي.

عمران د نواز شريف حکومت فاسد بولي او تور لګوي، چې هغه په تېرو ټاکنو کې پراخه درغلي کړې او له غېر قانوني لارې واک ته رسېدلى.

د پاکستان د سياسي چارو يو شمېر څارونکي د عمران خان د نه بدلېدونکي دريځ او د مظاهره چيانو ستړيا ته په کتو وايي، چې ښايي عمران خان او قادري به نور پر دې ونه توانېږي، چې خپلو مظاهرو ته دوام ورکړي.

د سياسي چارو کارپوه حسن خان له ازادي راډيو سره په خبرو کې په دې اړه وويل:

" دا عمران او طاهر القادري ته ګرانه ده، چې دوى دې نور دلته په سړکونو باندې خپلې مظاهرې جاري وساتي او حکومت زما په خيال دا ګډ کوم چې سيشن دى د پاکستان د سينټ او پارلمان، نو دوى به په دې کې فيصله کوي، چې دوى دا څنګه Handle [اداره] کړي؟ نو که چيرې پارلمان حکومت ته اجازت ورکړو، چې د زور استعمال وکړي، نو بيا به دا وي چې زما په خيال حکومت سره به داMoral and Legal Authority [قانوني او اخلاقي جواز] راشي، چې د طاقت استعمال وکړي.

او خلک دومره نه دى، څلور_ پېنځه زره کسان دي او ددې لرې کول به د حکومت لپاره غټه مسئله نه وي."

عمران خان د نواز شريف له حکومته شپږ غوښتنې کړي، چې د انتخاباتي اصلاحاتو په ګډون پکې د نواز شريف د استعفا غوښتنه هم شامله ده.

خو د نواز شريف حکومت په دې وروستيو کې د مذاکراتو په ترڅ کې د عمران خان پېنځه غوښتنې ومنلې او د نواز شريف د استعفا غوښتنه رد کړه او ويې ويل، چې نواز شريف به هېڅ صورت استعفا ورنه کړي او دا غوښته ددې هېواد د اساسي قانون ضد بولي.

ياده دې وي، چې په پاکستان کې د وروستيو سياسي کړکېچونو له امله ددې هېواد اقتصاد ته ستر زيان اوښتى او همداراز د چين د ولسمشر په ګډون د يو شمېر نورو هېوادونو ولسشمرانو دې هېواد ته خپل سفرونه هم ځنډولي دي.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG