د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۸

ننګرهار: د افغان ځوانانو ملي ټولنه د انتخاباتي پایلو ژر اعلان غواړي


په ننګرهارکې د افغان ځوانانو ملي ټولنې د قومي مشرانو، مدني ټولنو او ولایتي شورا یو شمېر غړو سره یوځای د یکشنبې په ورځ له غرمې وروسته د یوې غونډې په ترڅ کې د ټاکنو له خپلواک کمیسیونه غوښتنه وکړه، چې د ټاکنو پايلې دې ژر اعلان کړي.

په دې ولایت کې د ځوانانو ملي ټولنې ویاند عبدالکریم ناصري وويل، انتخاباتي شخړو ټول هېوادوال ناارامه کړي او هم د هېوادوالو پرکارونو يې منفي اغیز غورځولی.

نوموړي وویل، د دې ټولو ستونزو حل د انتخاباتو پايلو په ژر اعلان کې دی:

"د اوسنی ټاکنیز بهیر، چې ځنډنۍ شوی پرخلکو يې ډير بد اغیز غورځولی، د خلکو په کاروبار هم بد تاثیر کړی، موږ په همدې موخه دا غونډه جوړه کړه، چې باید د ټاکنو پایلې ژر اعلان شي."

د دې غونډې ګډونوالې او د ننګرهار ولايتي شورا غړې، نيلوفر عزيزي هم پرټاکنو کمیسیون غږ وکړ، چې د نړېوالو ناظرینو په حضورکې رایې تفتیش شوي نوردې ځنډ رامنځته کوي او هر یو که بریالی شوی وي هغه دې اعلان کړي:

"د ټاکنو او شکایتو کمیسيونه زموږ غوښتنه دا ده، چې که د هریوه کاندید که یوه رایه هم زیاته وي پایلې دې ژر اعلان کړي، ترڅو د افغانستان خلک ارامه شي."

له دې بېلابېلو مدني ټولنو، قومي شوراګانو او یو شمېر نورو بنسټونو له خوا هم له ټاکنو کمیسیونه غوښتنه شوې وه، چې د انتخاباتو پایلې باید ژر اعلان کړي.

ننګرهار – شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG