د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۱

خوستوال: د ټاکنو د پایلو په اعلان کې ځنډ نه منو!


نجیب الله الوخېل

د خوست خلک او قومي مشران وايي، چې د ټاکنو د پایلو په اعلان کې ځنډ د هېواد اقتصاد او امنیت زیانمن کړی او روانو انتخاباتي ستونزو خلک ستړي کړي دي.

دوی د افغان حکومت، ملګرو ملتونو او د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون نه په کلکه وغوښتل، چې تر دې زیات دې د ولسمشری د ټاکنو د پایلو په اعلان کې ځنډ نه کوي او ژر دې د ټاکنو د قانون په رڼا کې هغه کس بریالی اعلان کړي، چې ډیرې رای يې ګټلي وي.

د خوست خلکو او قومي مشرانو دا غوښتنې په هغه ستره غونډه کې وکړې، چې د شنبې په ورځ د زرګونه خوستوالو په ګډون د یاد ولایت په ملي لوبغالي جوړه شوې وه.

د مجاهدینو د شورا مشر مولوي سردار ځدراڼ په خپلو خبرو کې په راتلونکو دوه، درې ورځو کې د ټاکنو د پایلې د اعلان غوښتنه وکړه، نوموړي هغه کسان هم وغندل، چې د دې حالت نه په ګټه اخیستنې په لوی لاس قومي، سمتي او ژبنیو تعصبونو ته لمن وهي:

((د ټاکنو د مستق کمیسیون نه زموږ جدي غوښتنه ده، چې ژر تر ژره او په نږدې دوه درې ورځو کې دې د افغانستان د مظلوم ولس د رایو د پایلو اعلان وشي، هغه کس چې ډېری رای يې ګټلي وي، د افغانستان د انتخاباتو د قانون په رڼاه کې دې بریالی اعلان شي، هغه څوک چې د دې مسلې په خرابولو کې د سمتي او ژبني تعصباتو ته لمن وهي، دا افغان نه دی او د افغان په صفت يې نه پيژنو.))

قومي مشر حاجي رسول محمدخان تڼي وویل، چې انتخاباتي لانجو د هېواد اقتصاد او امنیت ته سخت زیان رسولی دی، ده وویل تر دې زیات باید افغانان د ټاکنو د نتایجو اعلان ته منتظر پاتې نه شي:

((موږ د خپلو رایو نه دفاع کوو، بیايې هم کوو، زموږ غوښتنه ده د ملګرو ملتونو او د ټاکنو د خپلواک کمیسیونه چې ژر دې دغه نتیجه دې اعلان کړي، تر څو دا خلک نور ونه ځوریږي، نور انتظار ونه باسي، ځکه هر څه خراب شوي دي او اقتصاد په ټپه ولاړ دی.))

په ولسي جرګه کې د خوست د خلکو استازي همایون همایون په خپلو خبرو کې ګواښ وکړ، که چیرې د ټاکنو پایلې ژر اعلان نه شي، نو خوستیان به په ډولونو او اتڼونو کابل ته ورشي او هلته به د پایلو د اعلان تر وخته خیمې ووهي:

((قسم په خدای چې دې ځای نه حرکت درکوو، خیمې هم وهو، درځو هم، بیا به په خپله هم پوۍ شئ، چې دا څرنګه ډول وو، داسې خلک شته چې زمریان قفس ته اچوي او داسې خلک شته چې د اژدها له خیټې نه خوړلي شیان راباسي.))

دا په داسې حال کې ده، چې د تیرې جمعې په ورځ د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون چارواکو یو ځل بیا د تخنیکي ستونزو په نوم د رایو د تفتیش د پایلو په اعلان کې د ځنډ خبره وکړه، دوی وویل، چې د ټولو رایو د تفتیش پایلې به د راتلونکې جمعې په ورځ اعلان کړي.

XS
SM
MD
LG