د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۲

فواد معصوم د داعش پرضد د نړېوالې مبارزې د پیل غږ کړی


د عراق ولسمشرفواد معصوم
د عراق ولسمشرفواد معصوم

د عراق ولسمشر د اسلامي دولت په نامه وسله والو پرضد د عاجلې نړېوالې مبارزې د پیل لپاره غږ کړی دی.

فواد معصوم دا غوښتنه نن په فرانسه کې د هغه کانفرانس د پرانستلو پرمهال وکړه چې د اسلامي دولت په نامه وسله والې ډلې پرضد د نړېوالې مبارزې د لارو چارو په هدف جوړ شوی دی.

د عراق ولسمشر وايي، که د اسلامي دولت په نامه وسله والو پرضد عاجله نړېواله مبارزه پیل نه شي نو دا ډله به د عراق نورې سیمې هم ونیسي او په یوه لوی ګواښ به بدل شي.

فواد معصوم دا څرګندونې نن په پاریس کې د ۲۶ هېوادونو چارواکو او استازو ته چې د اسلامي دولت په نامه وسله والو پرضد د نړېوال ایتلاف د جوړولو پرلارو چارو د غور لپاره راغونډ شوي، وکړې.

نوموړي د اسلامي دولت په نامه وسله وال جنایتکاران وبلل او ويي ویل، چې دا ډله قتل عام او قومي او مذهبي تصفیه ترسره کوي.

د عراق جمهور رئیس وویل، د اسلامي دولت په نامه وسله والې ډلې د ځپلو لپاره باید ددې ډلې مالي منابع هم له منځه یوړل شي.

غونډې ته په وینا کې د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند وویل، د اسلامي دولت په نامه وسله وال یو نړېوال ګواښ دی او باید چې پر ضد يي نړېواله مبارزه وشي:

″دا کانفرانس یوازې یو هدف لري او هغه د عراق له نوي حکومته د لازم سیاسي ملاتړ راجلبول دي.ترڅو د داعش په نامه لوی ګواښ سره مقابله وکړي.

داعش د عراق، منځني ختیځ او ټولې نړۍ لپاره یو ستر ګواښ دی.″

فرانسې د روانې سیپتمبرمیاشت په ۱۵نیټه په عراق کې د اسلامي دولت په نامه وسله والو پرضد هوايي عملیات پیل کړل.

د متحده ایالاتو ولسمشرباراک اوباما د روانې سيپتمبرمیاشت په لسمه نیټه د اسلامي دولت په نامه وسله والو پرضد د واشنګټن ستراتیژي اعلان کړه.

ولسمشراوباما وویل، امریکا به په عراق او سوریه کې د اسلامي دولت په نامه وسله والو پرضد خپل هوايي بریدونه پراخ کړي او د دې ډلې د منځه وړلو لپاره به د یو نړېوال ائتلاف د جوړولو لپاره خپلې هڅې ګړندی کړي.

XS
SM
MD
LG