د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۱

په پکتيا کې د وسله والو له لوري برمته شوی ولسوال ووژل شو


د پکتيا ولايت د څمکنيو ولسوال صالح محمد احساس چې د تېرې جمعې په ورځ د وسلوالو له لوري د پکتيا مرکز ګردېز او څمکنيو ترمنځ په غځېدلې لويه لاره د وسله والو له لوري له يو بل کس سره له موټر کوز کړل شوی او برمته شوی وو، د وسله والو له لوري ووژل شو.

د پکتيا مرستيال والي عبدالولي سهي د نوموړي وژل کېدل تاييد کړل او د سيمې اوسېدونکي وايي چې؛ د وژل شوي ولسوال جسد د سېدکرم ولسوالۍ په يوه لیرې پرته غريزه سيمه کې پيدا شوی دی.

د نوموړي ولسوال په اړه وسلوالو طالبانو د جمعې په ورځ په خپره شوې خبر پاڼه کې ويلي وو چې د صالح محمد احساس په اړه به د دوی محاکم پرېکړه وکړي.

دغه ولسوال په داسې حال کې وژل کيږي چې يوه اوونۍ وړاندې په همدې ولسوالۍ کې د څمکنيو او ګردېز پر لويه لاره دوه تنه د ملي امنيت کارمندان هم کوز کړل شوي وو او وروسته له مړينې يې جسدونه په همدې ولسوالۍ کې وموندل شول.

XS
SM
MD
LG