د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۷

ښايي نن دواړه کاندیدان په ارګ ماڼۍ کې سره وګوري


داسې احتمال شته چې نن مازدیګرمهال د جمهوري ریاست دواړه کاندیدان د ولسمشرحامد کرزي په حضورکې سره وګوري.

د اشراف غني احمدزي په مشرۍ د تحول او تدوام انتخاباتي ټیم ویاند طاهر زهیرازادۍ راډیو ته وویل چې؛ په دې کتنه کې به د ولسمشر دواړه مرستیالان محمد یونس قانون او کریم خلیلي هم ګډون ولري.

په عین حال کې د اصلاحاتو او همپالنې انتخاباتي ټیم هم د دې غونډې جوړلو پخلی کړي دی.

د دواړو انتخاباتي ټیمونو غړي وايي، داسې احتمال شته چې نن ورځ ناوخته د جمهوري ریاست دواړه کاندیدان اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله د ولسمشرحامد کرزي په حضور کې سره وګوري.

د اشراف غني احمدزي په مشرۍ د تحول او بدلون انتخاباتي ټیم یوه ویاند طاهر زهیر ازادۍ راډیو ته وویل، تمه کیږي چې په دې ناسته کې به دواړه کاندیدان وروستۍ پریکړې ته سره ورسیږي:

″شاید نن مازدیګر مهال د جمهوري ریاست دواړه کاندیدان د ولسمشر حامد کرزي او د هغه د دواړو مرستیالانو په حضور کې په ارګ کې سره وګوري تمه کیږي چې په دې ناسته کې دواړه کاندیدان وروستۍ پریکړې ته ورسیږي.″

بل خوا د عبدالله عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې انتخاباتي ټیم ویاند فضل الرحمن اوریا هم د دې غونډې جوړول تایید کړي دي.

ښاغلي اوریا ازادۍ راډیو ته وویل، چې په دې ناسته کې چې ولسمشر حامد کرزی به هم په کې حاضر وي د انتخاباتو د پروسې او په روان سیاسي بهیر به خبرې وکړي:

″داسې احتمال شته چې نن پنځه بجې دواړه انتخاباتي ټیمونو رهبران ممکن له ولسمشر حامد کرزي سره ګډه ناسته ولري او تر ډېره به یې اجنډا د انتخاباتو د پروسې ستونزو او مشکلاتو په اړه وي او موږ هیله لرو چې دغه ناسته به مثبته نتیجه ولري.″

ټاکل شوې وه چې تېره ورځ د ولسمشرۍ دواړه کاندیدانو په خپلو کې سره وګوري.

خو دغه کتنه د هغه څه له کبله لغو شوه چې؛ د تحول او تداوم انتخاباتي ټیم یي له اساسي قانونه پرلوړو غوښتنو د سیال ټیم ټینګار بولي.

د تحول او تداوم د ټیم ویاند طاهر زهیر وايي، چې د دواړو ټیمونو د اختلافونو د حل لپاره د نړېوالو منځګړو هڅو پرون هم نتیجه ورنه کړه.

ویل کیږي چې دواړو لورو تر اوسه د انتخاباتوم د نتیجې د اعلان په څرنګوالي او د ملي یووالي په حکومت کې د دواړو ټیمونو د ګډون په میکانیزم موافقې ته نه دي رسیدلي.

XS
SM
MD
LG