د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۷

مظاهره کوونکي: ملي شورا دې د انتخاباتي لانجې لپاره رغنده اقدامات وکړي


د مد ني ټولنو یوشمېر فعالانو چې په هیواد کې یې د قانون پرحاکمیت او د د موکراسي د اصولو په پام کې نیولو تاکید کاوه؛ په ملي شورا یې غږ وکړ چې، د انتخاباتي لانجو پر وړاندې دې، یو رغنده حرکت وکړي.

د وی چې شمېر یې لسګونو ته رسیده؛ د دارالامان پرسړک د حبیبې له لیسې څخه د ملي شورا ترودانۍ پلي ولاړل.

د مظاهرې یوه تنظیموونکي نعمت اله احساس وویل:

"دا مظاهره د درېیو هدفونو په اساس تنظیم شوې؛ قانون باید حاکم اوسي، ډيموکراسي ته احترام وشي او د ګوتو په شمار زورواکو له خوا زیانمنه نه شي او بل دا چې ملي شورا د انتخاباتي لانجې لپاره رغنده اقدامات وکړي."

دغه مظاهره د سپټمبر د پنځلسمې یا د د موکراسۍ د ورځې د لمانځلو په هدف جوړه شوې وه.

د افغانستان د جمهوری ریاست پر انتخاباتو شاوخوا شپږ میاشتې تیریږي؛ خو نتیجه یې د دواړو کاندیدانو ترمینځ د یولړ اختلافاتو له امله تراوسه هم

ځنډیدلې ده.

د افغانستان خلک وایي، د انتخاباتو د نتیجې ځنډولو، په هیواد کې ناامني زیاته کړې، اقتصاد ته یې زیان رسولی او پراختیایي چارې یې په ټپه د رولي دي.

پخوا تردې مشرانو جرګې د انتخاباتي لانجې اوږدېدل د خلکو په زیان بللی او له د واړو کاندیدانو یې په کلکه غوښتي چې؛ ژرترژره دې یو تربله توافق ته ورسیږي.

د دې جرګې ريیس فضل الهادي مسلمیار ویلي وو؛ که چېرې د واړه کاندیدان نه غواړي چې؛ توافق ته ورسیږي، دوی به اړشي چې، په هیواد کې د یوې موقتې ادارې د جوړولو هڅې وکړي.

د مدني ټولنو د فعالانو د مظاهرې پر وړاندې د ولسي جرګې اداري پلاوی وایي؛ انتخاباتي لانجه یې څارلې او د ستونزې د حل لپاره یې له د واړو کاندیدانو سره ناستې هم ترسره کړي دي.

د ولسي جرګې مرستیال عرفان اله عرفان ازادي رادیو ته وویل؛ د ولسي جرګې له غړیو څخه یو پلاوی ګمارل شوی او هڅې کوي چې، د ستونزې د اوارۍ لپاره دواړه کاندیدان راضي کړي:

"موږ په دې اړه چپه خوله نه یو ناست؛ زما په ګډون څوارلس پنځه لس غړي وګمارل شول؛ موږ دوه ځلې د اشرف غني احمدزي او عبداله عبداله کورونو ته لاړو؛ خبرې مو ورسره وکړې، نن بیا ناسته لرو چې، یوه طرح جوړه او دواړو کاندیدانو ته یې وړاندې کړو؛ هیله ده زموږ هڅې نتیجه ورکړي."

د افغانستان د انتخاباتو پروسه هغه مهال له ستونزو سره مخ شوه چې؛ د جمهوري ریاست کاندید عبدالله عبدالله په انتخاباتو کې د درغلیو ادعا وکړه.

د دې ستونزې د اوارۍ لپاره د ملګروملتو استازیو او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د دواړو کاندیدانو په موافقه د رایو د بیا تفتش پروسه پیل کړه.

د انتخاباتو کمیسیون وایي؛ د رایو د بیا تفتیش پروسه یې د یکشنبې په ورځ بشپړه او د لا څیړلو لپاره یې د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون ته راجع کړې ده.

دا چې د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون به په دې اړه څه اجراات وکړي دا به هم معلومه شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG