د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۰

پر وزیر اکبر خان غونډۍ د هند له خوا د افغانستان د ستر بیرغ لګولو هدف؟


د کابل په وزيراکبرخان سيمه کې پرځانګړې ستنې لګول شوي تور، سور او زرغون بيرغ دومره لوی دی چې تراوسه پورې يې ساری نه دی ليدل شوی.

دا بيرغ چې ارتوالی يې څه باندې ۲۹ متره او اوږدوالی يې څه باندې ۱۹ متره دی، د هندوستان د بهرنیو چارو وزيرې سوشما سواراج له خوا ډالۍ شو.

افغانستان خپل لومړي ترټولو لوی بيرغ د ډالۍ په توګه تېره اوونۍ هغه وخت ترلاسه کړ چې؛ د هندوستان د بهرنيو چارو وزيره سوشما سواراج افغانستان ته راغله.

د سوشما سواراج له خوا په ځانګړې توګه ډالۍ شوی دا بيرغ د نيم میليون ډالرو په لګښت جوړ شوی دی.

د نيويارک ټايمزد ليکنې له مخې، سیاسي څېړونکو د دې بيرغ لوی والی د هندوستان له خوا افغانستان ته د نورو مرستو د کچې نخښه بللې.

ليکنه زياتوي چې دغه اقدام به د پاکستان له پامه ونه غورځي ځکه؛ چې دې هېواد تل د افغانستان او هندوستان ترمنځ اړیکو ته په ښه نظر نه دي کتلي.

د نيويارک ټايمز ليکنه زياتوي، د هندوستان له خوا د دې بيرغ پورته کول، امريکايانو ته د يوه ژور پيغام ورکولو په مانا دی.

سياسي څېړونکي بشيربيژن نيويارک ټايمز ته ويلي:

″دا به پاکستان ته څرګنده کړي چې په افغانستان کې به د دې هېواد رول نورهم کمزوری شي او د ولسمشرکرزي لپاره به دا لویديځ ته يو پيغام وي چې ګاونډي قوتونه د ده ترشا ولاړ دي.″

بېژن وايي، لږترلږه، په دې وروستيوکې موږپه افغانستان کې داسې يوڅه نه وو ليدلي.

اغلې سواراج د بيرغ پورته کولو په مراسمو کې وويل:

″هندوستان به تل د افغانستان لومړی ستراتيژک ملګری هېواد واوسي او موږ ترخپله وسه له افغانستان سره هر ډول مرستې ته ژمن يو.″

د نیويارک ټايمز ورځپاڼې په وينا، دا طرحه په افغانستان کې د هندوستان د سفارت وه چې افغانستان ته يو لوی بيرغ ډالۍ کړي.

په افغانستان کې يوه هندي ډپلوماټ نيويارک ټايمز ورځپاڼې ته ويلي، مخکې په افغانستان کې د يوه اولس په توګه هيڅ ډول د لمانځلو يوه نخښه نه وه. موږ فکر کوو دا به د يووالي لويه نخښه وي.

دا بيرغ چې ټوکر يې د هر ډول هوا په وړاندي مقاومت لري، نيمايي لګښت يې هندي ملياردر نوين جندال پرې کړی دی. بېرغ پر وزير اکبر خان غونډۍ، هغه غير فعال حوض ته نيژدې چې د کمونستي رژيم د وخت نخښه ده، او يو وخت د طالبانو له خوا د سزا ورکولو د ځای په توګه کارېدی، اوچت کړل شوی دی.

د بېرغ لپاره کارول شوې ستنه، چې ۱۵ ټنه وزن لري، له هندوستانه په ټوټو کې راوړل شوه. د لمانځلو دغه نخښه د بيرغ مناره په نامه نومل شوې ده.

ليکنه زياتوي چې له افغانستان سره د هندوستان مرستې سمبوليکې نه دي بلکه دې هیواد له افغانستان سره د جګړې په کلونو کې ۲ مليارده ډالرو مرسته کړې ده. او په دې ډول په سيمه کې هندوستان د افغانستان تر ټولو لوی مرستندوی هیواد دی. د هندوستان مالي مرستې په دې هيواد کې پر ځينې لويو پروژو لګول شوي دي لکه د ۲۳۸ مليونه ډالرو په لګښت د هيواد د پارلمان ودانۍ، چې راتلونکی کال به پرانستل شي.

XS
SM
MD
LG