د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۷

په کابل کې انتحاري برید ۳ بهرنیان وژلي دي


ایساف وايي چې، د کابل په نننۍ انتحاري حمله کې د نړېوالو ځواکونو ۳ سرتیري وژل شوي دي.

د دغو ځواکونو له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي؛ چې ایساف او افغان ځواکونه د دغه برید د څرنګوالي په اړه تحقیقات کوي.

په همدې حال کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي؛ چې په دې انتحاري حمله کې ۱۳ ملکیان ټپیان شوي دي.

د دې وزارت ویاند صدیق صدیقي نن ازادي راډیو ته وویل چې؛ د انتحاري حملې هدف د بهرنیو ځواکونو د موټرو کاروان و چې؛ له سیمې څخه تېرېده.

د صدیقي په وینا، دا برید سهار شاوخوا ۸ بجې د هوايي ډګر پر سړک د نړېوالو ځواکونو د یوه کمپ مخمې ته ترسره شوی.

د حملې مسوولیت طالب وسله والو په غاړی اخیستی دی.

پخواني معلومات:

د کابل امنیتي چارواکي وايي چې؛ د نن سهارپه انتحاري حمله کې دیارلس ملکیان ټپيان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي ازادۍ راډیوته وویل، چې د دې حملې هدف د بهرنیو د موټرو کاروان وو، خو هغوی ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري.

حمله لس باندې اته بجې د کابل د نړېوال هوایي ډګرپه سړک د سترې محکمې او امریکا سفارت ته نږدې فاصله کې شوې ده.

تر دا مهاله د دې حملې مسوولیت په غاړه نه دی اخستې.

پخواني:

نن سهار شاوخوا اته بجې د کابل په مسعود څلور لاري کې د امریکا سفارت ته نږدې یوه چاودنه شوې ده.

د پېښې په اړه جزیات وروسته وړاندې کږي.

XS
SM
MD
LG