د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۴۵

"د دې اونۍ تر پایه به د انتخاباتو په پروسه کې خپلې چارې پای ته ورسوو"


د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون وایي چې؛ تر راتلونکو دوو ورځو پورې به د انتخاباتو په بهېر کې خپلې ټولې چارې پای ته ورسوي.

د دې کمیسیون ویاند نادرمحسني د سې شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، چې دوی به خپلې ټولې پریکړې د انتخاباتو کمیسیون ته وسپاري.

په عین حال کې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون چارواکي هم ټينګار کوي چې د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون له نهایې پریکړې وروسته به د رانتخاباتو نتایج اعلان کړي.

د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون وایي، چې د شکایتونو د څیړنې له اتمې علني غونډې وروسته به په دوو ورځو کې د انتخاباتو په اړه خپل مسولیتونه بشپړ کړي او د خپلو فعالیتونو نتیجه به د انتخاباتو کمیسیون ته ولیږي.

د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون د سې شنبې په ورځ د شکایتونو د څیړنو اتمه علني غونډه درلوده، چې د پوره جزیاتو د نه موجودیت له امله یې نتیجه معلومه نه شوه.

د دې کمیسیون ویاند نادرمحسني وویل، چې د دې غونډې د نتیجې له اعلان وروسته به خپلې چارې بشپړې او ټولې پریکړې به د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ته ولیږي:

″موږ په دې اړه خپل بشپړ تدابیر لرو، نه غواړو چې له دې زیات د افغانستان خلک په انتظار کې پریږدو او هڅه کوو چې په محدودو ورځو کې ان ویلای شو چې د دې اونۍ تر پایه به د انتخاباتو په پروسه کې خپلې چارې پای ته ورسوو.″

دا په داسې حال کې ده چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د یکشنبې په ورځ د تفیش پروسې د پای ته رسیدو خبر ورکړ او خپله پریکړه یې د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون ته ولیږله.

د جمهوري ریاست د دویم پړاو انتخاباتو د ټولو رایو د بیا تفتیش په اړه موافقه د روان کال د سرطان په میاشت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیرجان کري په منځګړیتوب شوې وه.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون هم ټينګار کوي چې د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون له پریکړې وروسته به د انتخاباتو د اعلان په اړه ځنډ ونه کړي.

د دې کمیسیون مرستیال عبدالرحمان هوتکي د سې شنبې په ورځ ازادۍ راډيو ته وویل، که چیرې د انتخاباتي شکایتونو د وروستۍ پریکړې په اړه دوی کوم اعتراض ونه لري، نو له وررسیدو سره سم به یې د انتخاباتو نتیجه اعلان کړي:

″وروستۍ فیصله د شکایتونو کمیسیون چې د انتخاباتو خپلوک کمیسیون ته ورسیږي، نو د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ټولې اماده ګې ګاني ورته نیولې دي، چې ژر تر ژره به د انتخاباتو وروستۍ پایله اعلان کړي.″

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون په داسې حال کې د انتخاباتو د ورستیو نتایجو په ژر اعلانیدو ټینګار کوي چې د اصلاحاتو او همپالنې ټيم په کراتو د انتخاباتو د تفتیش او ابطال بهیر له درغلیو ډک بللی او ویلي یې دي چې نتایج به یې و نه مني.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG