د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۷

د اوکراین پارلمان د دونیڅک او لوهانڅک لپاره یوه لایحه تصویب کړه


د اوکراین پارلمان یوه لایحه تصویب کړه چې؛ له مخې یې د دغه هېواد په ختیځ کې یاغیانو ته یو شمېر امتیازات منل شوي دي.

پارلمان د سې شنبې د ورځې په غونډه کې دا پریکړه هم وکړه چې؛ له اروپایي ټولنې سره باید د اوکراین اړیکې نژدې شي.

د پارلمان لایحه د دونیتسک او لوهانسک سیمو ته د دریو کلونو په مخه په کوردننه پراخ واک ورکوي.

د اوکراین دولت هڅه کوي چې؛ د هېواد په ختیځ کې له روسیي پلوه بیلتون غوښتونکو سره روانه لانجه پای ته ورسوي او ټول اوکراین چې نفوس یې پنځه څلویښت میلیونو ته رسیږي، یو موټی وساتي.

د لایحې له مخې په دونیتسک او لوهانسک کې به سیمه ییزحکومتونه خپل پولس، خپل عدلي او قضايي نظام او له روسیې سره نژدې اړیکي لري، همدا راز به د دغو سیمو په دولتي اداروکې په روسیي ژبه خبرې کیږي.

د پارلمان په لایحه کې دا ژمنه هم شوې ده چې دغه جګړې ځپلې سیمې به بیرته رغول کیږي او له دوی سره به په اقتصادي او ټولنیزو برخو کې مرستې کیږي.

د اوکرایيني ځواکونو او روسیي پلوه بیلتون غوښتنکو ترمنځ د اوکراین په ختیځ کې د تیرو پنځو میاشتو په جګړو کې شاوخوا درې زره کسان وژل شوې دي.

د اوکراین په پارلمان کې د تړلیو ورونو شاته یوه بله لایحه هم تصویب شوه چې؛ د هغې له مخې به هغه کسان بخښل کیږي چې په دې جګړې کې یې برخه اخیستې ده، خو که چا جدي جرمونه کړې وي، سزا به ورکول کیږي.

د پارلمان په دغو پریکړو کې د هغه اوربند ملاتړ شوی دی چې څه باندې لس ورځې مخکې شوی و خو دوې ورځې مخکنیو جګړو دغه اوربند ټکنی کړ.

د بخښنې نړېوال سازمان د دواړو لوریو وسله وال تورن کړل چې له اوربنده یې سرغړونه کړې ده او کیدای شي چې دا جنګي جرمونه وبلل شي.

د اوکراین ولسمشر پیترو پوروشینکو د پارلمان د لایحو په اړه وویل، د اوکراین ختیځو سیمو ته ځانګړي امتیازات د هېواد د واکمنۍ او مځکنۍ بشپړتیا ضمانت کوي.

د اروپا د پالمان رییس مارتین شولز د اوکراین د پارلمان دا پریکړه چې ختیځوالو ته امتیازات ورکوي او له اروپایي ټولنې سره نژدې اړیکي غواړي، وستایلې:

″دا یوه تاریخي شیبه ده. زه فکر کوم چې موږ باید عاقلانه قضاوت وکړو. موږ تل وایو چې تاریخې شیبې ډیرې نه پیښیږي، خو نن په رښتیا یوه تاریخي شیبه وه.

زه پوښتنه کوم چې پخوا هم داسې شوې دي چې دوه پارلمانونه په ورته وخت کې د ویډیو له لارې اړیکي ولري او د یوه نړیوال تړون په باره کې رایي ورکړي؟ د پارلمانونو په تاریخ کې مخکې داسې نه دې شوې.

دا ځانګړی مناسبت زموږ او په کییف کې زموږ د همکارانو لپاره له ویاړه ډک دی.″

مخکې تردې چې په کییف کې پارلمان رایي ورکړي د بیلتون غوښتونکو یوه مشر ایهور پلوتنیتسکي په لوهانسک کې وویل، دغه لایحې یوه سوله ییز حل ته لاره برابروي خو سوالونه شته.

نورو یاغیانو بیا د حکومت د ځانګړیو امتیازاتو وړاندیز رد کړ او ویې ویل چې پرته له بشپړې واکمنۍ بل څه ته غاړه نه ږدي.

XS
SM
MD
LG