د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۶

پاکستان د افغان دولت وروستۍ څرګندونې بې بنسټه بللي


پاکستان د افغان دولت وروستۍ څرګندونې، چې وايي دا هېواد د افغانستان په روانه جګړه کې لاس لري او وسله وال مخالفين ورلېږي، بې اساسه او معکوسې وبللې.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ د يوې خبرپاڼې د خپرولو په ترڅ کې د افغان دولت وروستي تورونه رد کړل او وېې ويل، چې پاکستان به خپله خاوره د هېچا پرضد کارولو ته پرېنږدي.

خبرپاڼه د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د چارواکيو په حواله کاږي:

" موږ د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت او ددې هېواد د ملي امنيت د شورا د وروستيو تورونو له امله خواشيني يوو. د افغان لوري له خوا په افغانستان کې په ترورېستي پېښو کې په پرله پسې توګه د پاکستان د استخباراتي ادارې تورنول، بې اساسه دي."

پاکستان دا څرکندونې تر هغې وروسته کوي، چې افغان دولت د تيرې شنبې په ورځ د پنجابي طالبانو د هغه اعلان په غبرګون کې، چې وايي، چې تر دې وروسته په پاکستان کې خپل پوځي فعالیتونه بندوي او په افغانستان کې یې پیلوي، ويلي وو، چې دا اعلان په افغانستان کې د پاکستانيو پوځیانو د لاسوهنې د دوام لپاره د زمینې برابرول دي.

خو پاکستان وايي، موږ افغان دولت ته بيا بيا ډاډ ورکړى، چې هېچا ته به اجازه ورنه کړو، چې ددې هېواد اساسي قانون تر پښو لاندې کړي، زموږ خاوره د ګاونډيو هېوادونو پرضد وکاروي او له هغوى سره زموږ ښو اړيکيو ته زيان ورسوي.

د پنجابي طالبانو مشر عصمت الله معاويه ددې اوونۍ په پيل کې په داسې حال کې په افغانستان کې د وسله وال فعاليت اعلان وکړ، چې په دې وروستيو کې په دې هېواد کې ترورېستي بريدونه تر پخوا ډېر شوي دي.

په افغانستان کې دا ترورېستي بريدونه تر هغې وروسته توند شوي، چې پاکستانيو ځواکونو د جون له ١٥مې نېټې راهيسې د ډيورنډ کرښې ته څېرمه په شمالي وزيرستان کې د مېشتو سخت دريځه وسله والو پرضد پراخ عمليات پيل کړي.

که څه هم افغان دولت وايي، چې په دغو عملياتو کې يواځې هغه وسله وال په نښه کېږي، چې په پاکستان کې دننه ترورېستي بريدونه کوي، خو د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت بيا وايي، چې په دې عملياتو کې په سيمه کې مېشت کورني او بهرني ټول وسله وال په نښه کېږي او زياتوي:

" د ترورېزم له منځۀ وړلو لپاره بايد له دوه اړخيزو همکاريو کار واخيستل شي. پاکستان له کوم امتياز و توپير پرته د ترورېستانو د له منځۀ وړلو په لړ کې په خپل هوډ کلک ولاړ دى او دا د ضرب عضب پوځي عملياتو د منشور برخه ده. افغان دولت بايد پر خپله خوا د مېشتو ترهګرو پر ضد کلک و مهم ګامونه پورته کړي او په دې لړ کې د هغو پاکستانيو طالبانو مرکزونه له منځه يوسي، چې دغلته يې پناه اخيستې ده."

د پاکستان حکومت او پوځ تور لګوي، چې د وسله والو پاکستانيو طالبانو مشر ملا فضل الله په ګډون ددې تحريک ډېرى غړي د افغانستان په ختځ ولايت کونړ کې پټ دي، خو افغان دولت دا تورونه ردوي او وايي، چې بهرنيو وسله والو ته پناه ورکول د افغانستان نه ده.

خو د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، د پاکستان او افغانستان ترمنځ دوستانه اړيکي د سيمې د امنيت و ثبات لپاره مهمې دي، هيله لرو چې افغان لورى به د دواړو هېوادونو د تلپاتو همکاريو او د ترورېزم د مخنيوي په لړ کې زموږ غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG