د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۴

ژورنالستان: د پکتيا والي، په پکتيا کې د بيان ازادۍ مخه نيسي


د پکتيا ژورناليستان وايي چې؛ ولايتي اداره يې د خپلواکو رسنيو پر استازيو بنديزونه لګوي، څو پورې د سيمې واقعيتونه انعکاس نه کړي او که چېرته ژورناليستان د فساد په اړه راپورونه چمتو کړي نو دوی ان په مرګ ګواښل کيږي.

د پکتيا ژورنالېستان وايي چې؛ له ډېروخت راهيسې له ستونزو سره مخ دي او په خلاص مټ نه شي کولای خپلو رسنيو ته د فساد په اړه ځانګړي راپورونه چمتو کړي او په خبره يې چې ولايتي اداري لوړ پوړي چارواکي يې د مرګ تر بريده ګواښي.

دوی وايي چې؛ تل په دې هڅه کې دي چې د خپلو رسنيو لپاره پر واقعيت ولاړه خبريالي وکړي خو چارواکي ترې معلومات پټوي، خو که ژورنالېستان د معلوماتو په پيدا کولو وتوانيږي نو بيا ورته د مرګ تر بريده ګواښونه کوي.

په پکتيا د څو نړېوالو او کورنيو رسنيو استازي وايي:

” احمدالله احمدي يم د شمشاد راډيو ټلويزون خبريال، تهديد په اړه به دومره درته ووايم، کله مو چې د مظاهرو او فساد په اړه راپورونه خپاره کړي دي په هر راپور تهديد شوي يو، کله چې زه ولايت مقام ته لاړم د والي صاحب له لوري له غبرګون سره مخ شوم او راته ويل يې چې که بيا داسې راپورنه خپاره شي، وژنم دې او همدا اوس دې زندان ته لېږم او څوک به په ما څه وکړي.″

”شکور کامران يم د (SDLR) تحقيقي برخې راپورټر يم، موږ د فساد په برخه کې کره اسناد زموږ سره په لاس کې دي، چارواکي نظر نه راکوي، خو کله چې دغه اسناد خپاره شوي دي، ماته زما تر کلي هم راغلي دي او کوښښ يې کړی دی چې تر يو ډول فشار لاندې مو ونيسي او هېڅ نه پريږدي چې د فساد پرضد راپورونه خپاره شي.″

” ساحل منګل يم، د پژواک خبري اژانس خبريال، ژورنالستان له ډېرو ستونزو سره مخ دي له بېلابېلو خواوو تر فشار لاندې دي خو د ولايتي ادارې فشارونه يې د کار او مسلکيتوب مخه نيسي، د ادارو ريسان او چارواکي که څه هم ژورنالستانو ته مخامخ څه نه وايي خو په غياب کې يې د مرګ تصميمونه نيول کيږي.″

يوازې دغه څو خبريالان نه دي چې د ولايتي ادارې څخه شکايت کوي او وايي چې د مرګ تر بريده ګواښل شوي دي، د نورو خپلواکو رسنيو استازي هم ورته ستونزې يادوي وايي چې؛ ډېر وخت ترې ولايتي حکومتي اداره معلومات پټوي.

په دوی کې ځينې وايي چې ولايت مقام په ټولو ادارو بنديز لګولی دی چې د خپلواکو رسنيو ژورناليستانو ته معلومات ور نه کړي.

د خبريالانو په خبره ولايت مقام ټولو ادارو ته سپارښتنه کړې چې د خپلواکو رسنيو استازيو ته پرته د ولايت مقام له ليکلي سند څخه معلومات نه شي ورکولای، په پکتيا کې د بېلابېلو رسنيو څو تنه خبريالان:

″کله چې د فساد په اړه تحقيقي راپورونه خپرو، نو اداره بيا دغه خپل فساد چې په نورو رسنيو کې خپور شوی دی، نو د ملي محلي راډيو ټلويزون له لارې پټوي او بيا په ژورناليستانو دا تورونه هم پورې کوي چې دوی قومي تعصب ته لمن وهي او يا خپلې شخصي ګټې پالي چې دا د منلو نه ده.″

″حقمل مسعودزی يم د افغانستان ټو ډې انګليسي څانګې خبريال، کله چې موږ دلته راپورنه چمتو کوو او کومې ادارې ته ورشو د هغوی ځواب دا وي چې د ولايت مقام څخه ورته مکتوب راغلی دی او نه غواړي په دې برخه کې تر هغو خبرې وکړي څو پورې يې چې د ولايت مقام اجازه ليک نه وي ترلاسه کړی.″

”فريدالله احمدزی يم د ژوندون راډيو ټلويزون خبريال، لکه ما مخکې چې يادونه وکړه ژورناليستانو څخه معلومات پټيږي او هغوی ته ويل کيږي چې تر څو د ولايت مقام مکتوب له ځانه سره ونه لري، اداره ورته معلومات نه شي ورکولای.″

د خبريالانو دغه ستونزه د بي بي سي راډيو خبريال او د پکتيا پرېس کلب مشراحسان الله مهجور مني وايي چې؛ د پکتيا ولايتي اداري چارواکي په دې ډول فشارونو غواړي په پکتيا کې د شته فساد د افشا کېدو مخه ډب کړي.

نوموړی وايي چې؛ ژورنالېستانو د ډېرو راپورونو لپاره اسناد هم پيدا کړي او خپاره کړي دي، خو کومې مرجع دې راپورنو باندې اقدام نه دی کړی، چې په دې اساس په ژورناليستانو فشارونه هم زيات شوي دي:

″او کله چې ژورناليست يو راپور جوړوي، نو د زورواکو او چارواکو له لوري ورته ټليفون کيږي او يا په حکومتي مجلسونو کې په ژورناليستانو نيوکې کيږي چې دوی دا کار د تبعيض يا تعصب له مخې کوي ولې ژورناليستانو دلته خپل رسالت ادا کړی، خو په دې کې نه پرېښودل کيږي، په خپله ژورناليستان ډېر د ولايت مقام تر فشار لاندې دي، که کوم خبريال په کوم رياست راپور جوړ شي، نو په سر کې ولايت مقام غبرګون ښيي.″

مهجوردا هم وايي چې؛ په پکتيا کې ژورناليستان د دې ترڅنګ چې د نورو خواوو څخه تر ډېر فشار لاندې دي، ځينې حکومتي چارواکو د زنداني کېدو او مرګ تر بريده تهديد کړي دي.

د پکتيا مرستيال والي عبدالولي سهي ولايتي ريسانو ته د ولايت مقام له لوري شوې سپارښتنه چې د رسنيو استازيو ته معلومات ورنه کړي ردوي وايي چې نه کوم ژورناليست ګواښل شوی او نه هغوی ته د معلوماتو په ورکړه بنديز لګولی شوی دی، خو ژورناليستان غير مسلکي يادوي وايي:

″موږ تاسې ګورو د رسنيو ډېر کارونه داسې دي چې ډېر مسلکي خلک نه دي يا يې دوه مياشتې يا درې مياشتې کورسونه ويلي دي او بل موږ ته په ډېر وخت کې حکومت خپله پاليسي لري، ځينې مسايل داسې دي، چې ښايي دوه ورځې وړاندې شي،يا وروسته شي.″

نوموړی دا هم نه ردوي چې پکتيا د نور افغانستان غوندې له ستونزو خالي ده او ژورناليستان به له ستونزو سره نه وي مخ شوي، دی ګواښونه او يا ورته مسايل فردي ګڼي يو ځل بيا د پکتيا مرستيال والي عبدالولي سهي:

″ستونزې به موجودې وي په پکتيا ولايت کې هم ټولنه ده او ټولنه بې ستونزو نه وي دا ستونزې به موجودې وي، يا دغه ادعا چې ګواښ شوی دی او يا بله شوې دا نو چون فردي حد او حدود کيږي، نو زه په هېڅ صورت ځانته دا حق نه شم ورکولای چې په دې مورد کې زه نظر ورکړم″

په پکتيا کې د خپلواکو رسنيو استازو نږدې يوه مياشت مخکې په شريکه د ولايت مقام له لوري پرې د لګېدلو بنديزونو په اړه د مدني ټولنو سره په همغږۍ يوه لنډه خبرپاڼه بشر حقونو او ملګرو ملتونو سيمه ايزو ادارو ته هم سپارلې وه چې پکې ليکلي يې وو ( د پکتيا والي په پکتيا کې د بيان ازادۍ مخه نيسي).

راپور – داود تپان- پکتيا

XS
SM
MD
LG