د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېرغړیو له افغان امنیتي چارواکو وغوښتل چې؛ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستاني پوځیانو د خندق کېندلو په اړه خپل دریځ روښانه کړي.
د ولسي جرګې غړو دغه څرګندونې نن د دې جرګې په استجوابیه غونډه کې وکړې، چې د کورنیو چارو او دفاع وزیران او د ملي امنیت مرستیال ور بلل شوي وو.
د کورنیو چارو وزیرمحمد عمر داودزي وکیلانو ته وویل، چې د پاکستاني پوځیانو د خندق کېندلو په اړه د حکومت لېږلی پلاوی څیړنې کوي او وروسته به حکومت په دې اړه رسمي دریځ روښانه کړي.
د ډیورند کرښې په اوږدو کې د پاکستاني پوځیانو له خوا د خندق کیندل د افغان چارواکو سربیره د ولسي جرګې د غړو سخت غبرګونونه هم را وپارول.
ولسي جرګې د دې او یو شمېر نورو امنیتي موضوعاتو په اړه د چهارشنبې په ورځ د کورنیو چارو او دفاع وزیران او د ملي امنیت مرستیال خپلې استجوابیه غونډې ته ور غوښتي وو.
د ولسي جرګې غړو له دې امنیتي چارواکو وغوښتل، چې د پاکستاني پوځیانو له خوا د خندق کیندنې په اړه ډیر ژر باید خپل دریځ روښانه کړي.
د دې جرګې دوو غړو کمال ناصر اصولي او عبدالرحیم ایوبي په دې اړه داسې وویل:
″۱: د ډیورنډ کرښې پر سر باندې که افغان حکومت معامله کړې وي او امنیتي ارګانونه پرې خبر وي افغانانو ته واضح ووايه او که معامله نه وي شوې نو بیا ولې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستاني پوځیانو خندق ته اجازه ورکوﺉ.
۲: د ډیورنډ پر کرغیړنه کرښه پاکستان خندق جوړوي، تاسې د ملت استازو ته ووایه چې په دې اړه د حکومت، ولسمشر، کورنیو چارو د وزیر او امنیتي ارګانونو پالیسي او دریځ څه شی دی.″
د پاکستان سرحدي پوځیانو په کوټه ښارکې په دې وروستیو کېد یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې؛ د ۴۸۰ کیلومترو په اوږدوالي یی د یوه خندق د کیندلو کار پیل کړی دی.
افغان حکومت د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستاني پوځیانو د دې کار د معلوملو لپاره یو پلاوی سیمې ته لېږلی ترڅو خپلې څیړنې وکړي.
د کورنیو چارو وزیر محمدعمر داودزي وکیلانو ته وویل، کله چې حکومتي پلاوی خپل کاري راپور بشپړکړي حکومت به په دې اړه خپل دریځ روښانه کړي:
″پلاوی ختیځ ته تللی ترڅو څیړنه وکړي سبا ارشد امنیتي مرستیال د څیړنې په هدف کندهار ځي، کله چې پلاوی راشي په دې اړه د دولت په کچه تصمیم نیسو، کله چې تصمیم ونیول شي عملي کوو یې.″
د افغانستان د مشرانو جرګې هم د سې شبنې په ورځ امنیتي چارواکي په دې اړه خپلې استجوابیه غونډې ته وربللی و.
د ملي دفاع وزیر سناتورانو ته ویل وړاندې تردې چې د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې د پاکستاني پوځیانو د خندق کېندلو پر وړاندې پوځي اقدام وشي، باید دغه مساله له ډیپلوماټیکو لارو حل شي.
د پاکستان د پخواني پوځي واکمن جنرال پرویز مشرف د واکمنۍ پر مهال هم پاکستاني لورې پر دې کرښه د اغزن سیم د غځلو موضوع راپورته کړې وه چې؛ د افغانستان د مخالفت له کبله عملي نه شو.
معلومه نه ده، چې د افغان پلاوي له څیړلو وروسته به افغان حکومت د پاکستان ددې کار په وړاندې څه ډول اقدام وکړي.