د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۷

په خوست کې د ورزش له لارې د پولیسو او عوامو نږدې کېدنه


د پولیسو او ملکي وګړو په منځ کې د اړیکو ټینګښت، د همکاریو ډېریدنه او د دوی ترمنځ د ګډو برنامو پلي کیدل د دې لامل ګرځي، چې په ښار او سیمه کې د ډيریو امنیتي پيښو په ځانګړي ډول د جنايي جرمونو مخه ونیول شي او پولیس په خپلو دندو کې ډیرې لاسته راوړنې ولري.

یادې څرګندونې خوست امنیه قوماندان مل پاسوال فیض الله غیرت د پنجشنبې په ورځ مشال راډيو سره د ورزشکارو پولیسو او د خوست د سپورټمینانو تر منځ د یو شمېر ګډو ورزشي لوبو د پیل په مراسمو کې وکړې:

"ورزش او دوستانه سیالۍ ځوانان او خلک دې ته هڅوي، چې سپورټ ته مخه کړي، سپورټ د انسان ټولنیز شخصیت ته وده ورکوي، د بدو کړنو یې راګرځوي او په ټولنه کې مثبت شخص ورځینې جوړیږي، د پولیسو او عوامو ځوانانو تر منځ همکاري او باور زیاتیږي، بله دا چې د خلکو او پولیسو تر منځ همکاري ډیریږي، دا مهم کار دی او موږ به لاپراختیا او پرمختیا ورکړو."

یادې ورزشي لوبې د کورنیو چارو وزارت د ولسي پولیسو د ادارې او په سویل ختیځ زون کې د ورزش او ځوانانو د پرمختیايي سازمان د ګډ پلان له مخې پرمخبېول کیږي.

د یاد سازمان مشر محمدیونس اهنګر مشال راډیو ته وویل، چې د دې لوبو ستره موخه داده، چې د ولس او پولیسو تر منځ همغږیتوب زیات شي، د دوی تر منځ یووالی رامنځته شي، د مخدره توکو پرضد ګډه مبارزه وکړي او د پیښو په اړه مخکې له مخکې پولیسو سره مالومات شریک کړي:

"د پولیسو او عوامو واټن به ختم شي، موږ چې تېر کال دا پروګرام عملي کړی وو، زموږ د مالوماتو له مخې دوی د منفجره توکو او نورو تخریبي کړنو په باب پولیسو سره ډېر کمک کړی وو، د مخدره توکو او انتحاري بریدونو په شنډولو کې خلکو مرسته کړې وه، هدف مو همدا دی چې د پولیسو او عوامو تر منځ همکاري ټینګه شي."

د خوست دوه تنه مدني فعالان جلال حقیقت او نورشاه نوراني وايي، چې که پولیس ښه صحت ونه لري، نو نه شي کولای خپلې دندې په اغېزمنه توګه اجراء کړي، دوی همدارنګه زیاتوي، چې پولیس او عوامو مسایل سره ګډ دي، نو دوی هغه مهال خپلو ستونزو ته حل لارې پیداکولای شي، چې د یو بل سره نږدې همکاري ولري.

دا په داسې حال کې ده، چې د خوست امنیتي چارواکيو تل د امنیت د تامین په کار کې د خلکو د همکارۍ څخه رضایت څرګند کړی او ویلي يې دي، چې د خلکو او پولیسو نږدې اړیکې د دې لامل شوې، چې په خوست کې د جنايي جرایمو او امنیتي پیښو ګراف د پخوا په پرتله څو برابره کم شي.

راپور: نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG