د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۹

استرالیایي پولیسو ګڼ مشکوک تروریستان نیولي


استرالیایي پولیسو په دوو ښارونو کې ګڼ مشکوک تروریستان نیولي دي.

صدارعظم توني اباټ وايي، پولیسو د استخباراتي رپوټونو په اساس عملیات کړي دي او د اسلامي دولت ډلې د شکمنو ملاتړو هغه پلان شنډ کړی چې نیت یي درلوده په عام محضر کې وژنې ترسره کړي.

د دغه مشکوک پلان تفصیلات له هغو عملیاتو وروسته څرګند شول چې د استرالیا په تاریخ کې د تروریزم ضد تر ټولو لوی عملیات ګڼل کیږي.

په سیډني او بریسبان ښارونو کې په دغو عملیاتو کې ۸۰۰ پولیسو او امنیتي ځواکونو برخه اخیستې.

د استرالیا صدراعظم ته تیره شپه د دغوعملیاتو په هکله معلومات ورکړل شول.

امنیتي ارګانونو داسې رپوټونه ترلاسه کړي وو، چې مشکوکو کسانو د تروریستي اعمالو په ضمن کې پلان درلوده چې په عام محضرکې د څو کسانو سرونه پرې کړي.

د استرالیا صدراعظم توني اباټ د امنیتي ارګانونو د د دغو عملیاتو په هکله خبریالانو ته داسې وویل:

″یواسترالیاوي چې ښکاري د اسلامي دولت ډلې یو لوی غړی دی په استرالیا کې یي خپلو ملاتړو ته په مستقیمه توګه لارښوونه کړې وه چې دلته په دغه هېواد کې په عام محضرکې وژنې ترسره کړي.

نو دا یواځې شک او ګمان نه دی، دا یو پلان شوی مقصد او هدف وو نو ځکه پولیسو او امنیتي ارګانونو فیصله وکړه چې داسې عملیات وکړي.″

د اسټرالیا لوی څارانوال جورج برانډیز څرګنده کړه چې؛ دغه تروریستي عملیات د تیرې مې میاشتې راهیسې پلان شوي وو او که چیرې پولیسو په مناسب وخت کې اقدام نه وای کړی نو په استرالیا کې به په عام محضر کې د څو تنو سرونه پرې شوي وای.

پولیس ګمان کوي ځیني کسان چې په سیدنې کې نیول شوې د خپل پلان د جوړولو په مهال یې په عراق او سوریه کې د اسلامي دولت ډلې سره تماسونه نیولي دي.

پولیس وايي، دغو کسانو پلان درلوده چې څو عام وګړي بې توپیره ونیسي او د کامرو مخې ته يي سرونه پرې کړي.

پنځلس مشکوک کسان نیول شوي. پولیس ګمان کوي چې په نیول شویو کسانو کې یوکس چې عمرجان اذري نومیږي د اسلامي دولت ډلې د لوی غړي محمد بریالي له خوا د تروریستي اقدام یا اقداماتو د پلان په جوړولو او پلي کولو ګمارل شوی وو.

محمد علي بریالی چې پخوا په سیډني کې د یوه نایټ کلپ بونسر یا ساتونکی وو ګمان کیږي چې اوس په عراق او سوریه کې د اسلامي دولت ډلې ترټولو لوی استرالیايي غړی دی.

د برتانیي، کاناډا، امریکا او استرالیا په شمول د څو لویدیځو هېوادونو سلګونه وګړي د اسلامي دولت د جنګیالو ترڅنګ جنګیږي.

آسترالیا ویلي چې؛ د اسلامي دولت ډلې خلاف د نړېوال ایتلاف ملاتړ لپاره خپل هوايي ځواکونه عربي متحدو اماراتو ته استوي.

XS
SM
MD
LG