د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۱

لاریون کوونکي: پاکستان دې په سرحدي ولایتونو راکټي حملې بندې کړي


د ولسي ټولنې په نوم یوه بنسټ او د هېواد لسګونو اوسیدونکو د یوه لاریون په ترڅ کې له پاکستانه وغوښتل چې؛ په افغانستان کې مداخلې او په سرحدي ولایتونو راکټي حملې بندې کړي.

لاریون کوونکي چې د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د پاکستان سفارت مخې ته راټول شوي په یوه پریکړه لیک کې د پاکستان له سفارته وغوښتل چې؛ د دوی غوښتنو ته مثبت ځواب ووایي.

په همدې حال کې د پاکستان سفارت چارواکو د لاریون کوونکو یوه هیت ته ډاډ ورکړ چې هڅه به وکړي په دې اړه خلکو ته پیدا شوې اندیښنې په دیپلوماتیکو لارو حل کړي.

د هېواد لسګونو اوسیدونکو او د ولسي ټولنې په نوم د یوه بنسټ چارواکو د افغانستان په سرحدي ولایتونو د پاکستان د راکټي حملو او د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د خندق کیدلو په ضد د پنجشنبې په ورځ لاریون وکړ.

لاریون کوونکي چې په کابل کې د بره کي په څلورلارې کې سره راغونډ او ورسته د پاکستان د سفارت په لوري وخوځیدل په خپلو شعارونو کې یې له پاکستانه غوښتل چې د افغان ولس له وژنې لاس واخلي.

د دې لاریون یوه تنظیمونکي او د ولسي ټولنې د بنسټ مشر انجینر ګل اغا حسني د پاکستان سفارت ته نزدې خپل پریکړه لیک ولوست او ویې ویل چې؛ پاکستان دې د دوی سوله ییزې غوښتنې د افغان ولس د کمزورتیا په معنا نه بولي:

″د پاکستان سفیر دلته زموږ میلمه ده او کله یې هم بې احترامي نه کوو خو ورڅخه دا پوښتنه کوو چې محترم سفیر صاحب زموږ د ولسو ګناه څه ده؟

ولې زموږ ولسونه ویشتل کیږي او ماشومان مو د مکتبونو څخه بې برخې کیږي؟

موږ ته باید خپله ګناه وښیي په داسې حال کې چې موږ له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره په ښه طریقه ژوند کوو، خو که څوک بیا هم افغانان مجبوروي بیا افغانان په زورکې هم له چا څخه کم نه دي او نه چاته ټيټه وایي.″

په همدې ډول لاریون کوونکو ویل، که پاکستان په سیاسي لحاظ له افغان حکومت سره کومې ستونزې لري باید له ډیپلوماتیکو لارو یې حل ولټوي نه دا چې د حکومتونو د سیاستونو قربانیان عام خلک وي.

د امنیتي ارګانونو د معلوماتو له مخې پاکستان په تیروڅوکلونوکې تل داسې هڅې کړي چې افغان حکومت کمزوری وښیې او د افغانستان ملي حاکمیت ته زیان ورسوي.

امنیتي چارواکي وایي، یواځې په تیرو دوه نیم کلونو کې د شپږ زرو څخه زیات راکټونه د پاکستان له لوري د افغانستان په خاوره توغوول شوي دي.

له بلې خوا افغان چارواکو بیا څو ځله ویلي چې په افغانستان کې د پاکستان د مداخلو او راکټي حملو د بندولو لپاره تراوسه د دوی هڅو هم کومه نتیجه نه ده ورکړي.

په همدې حال کې د ولسي ټولنې سکرترادریس ستانکزۍ ازادۍ راډيو ته وویل، د لاریون په پای کې د پاکستان د سفارت مقاماتو ورسره ولیدل او ژمنه یې وکړه چې؛ د افغانستان د بهرنیو چارو له وزارت سره به د حل په لارو چارو وغږیږي:

″زموږ د غوښتنې په ځواب کې د دوی دریځ دا وه هغه ځایونه چې پاکستان یې ولي هلته پاکستاني طالبان اوسیږي او زموږ هدف هم دا پاکستاني طالبان وي، خو زموږ ټینګار په دې وه چې تاسې باید د طالبانو د جوړیدو او روزنې ځایونه په نښه کړي هغه چې په پاکستان کې دي، بالاخره د سفارت مقاماتو راسره ومنله چې په دې اړه باید د خلکو ذهنیت روښانه او موږ به د بهرنیو چارو له وزارت سره وغږیږو.″

په همدې حال کې د روانې اونۍ په پیل کې د بهرنیو چارو وزارت هم په کابل کې د پاکستان د سفارت شارژدافیر احضارکړ او د پاکستان د وروستیو کړنو په اړه یې خپل اعتراض ورته وړاندې کړ.

له دې سره افغان حکومت پریکړه کړې،چې د پاکستان د راکټي حملو په اړه به د ورستي ځل لپاره د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته شکایت وکړي.

راپور: یوسف خان ″ځدراڼ″

XS
SM
MD
LG