د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۸

م.م: دواړه افغان کاندیدان دې په دوو ورځو کې یوې نتیجې ته ورسیږي


په افغانستان کې د ملګروملتو خاص استازي د پنجشنبې په ورځ خبرداری ورکړ، چې افغان کانديدان بايد ژر د ملي يووالي پر حکومت جوړجاړي وکړي څو هېواد د بحران له خطره وژغوري.

ملګروملتو د افغانستان د درغلۍ د تورونو د څېړلو لپاره د جون د څوارلسمې نېټې د ولسمشرۍ د دوهم پړاو انتخاباتو د ټولو رايو په تفتيش کې رول ولوباوه او ټاکل شوې ده چې د دغه تفتيش پر اساس د انتخاباتو نتيجه ژر اعلان شي.

د فرانس پريس خبري اژانس د راپورله مخې د افغانستان لپاره د ملګروملتو خاص استازي يان کوبيش د ملګروملتو امنيت شورا ته وويل:

«که د رايو د نتيجو د تصديق تر وخته موافقه ونه شي، نوي محرکونه به رامنځته شي چې نورې بې اطميناني ته به لمن ووهي او حتي د کړکېچ خطر هم شته. وخت لږ پاتې دي، ويلي شم چې يوه يا دوې ورځې پاتې دي.»

يان کوبيش همدا راز وويل، چې د ملي وحدت نوي حکومت به افغانستان ته د ملياردونو ډالرو مرستې تضمين کړي.

ده تاکيد وکاوه چې د انتخاباتو څو مياشتني جنجال په افغانستان کې د جګړو له زياتېدو سره مرسته کړې ده.

په همدې حال کې په ملګروملتو کې د بريتانيا سفير د افغانستان په اړه د امنيت شورا درې مياشتني بحث ته په وينا کې وويل چې له ټولو افغان خواوو غواړي چې د افغانستان د خلکو د ګټو لپاره په ګډه کار وکړي.

سفير لايل ګرانټ د امنيت شورا غونډې ته د يان کوبيش د راپور له وړاندې کېدو وروسته وويل، د ښاغلي يان کوبيش راپور وښوده چې د افغانستان وضعيت ښه نه دي نو پکار ده چې امنيت شورا د افغانستان د ولسمشرۍ دواړو کانديدانو ته کلک پيغام ولېږي چې په راتلونکو ورځو کې خپل اختلافات حل کړي او د ملي يووالي د حکومت د جوړولو په اړه خپله موافقه نهايي کړي.

XS
SM
MD
LG