د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۳

کوګلمن: د افغانستان راتلونکې د بایلونکې کاندید په عکس العمل پورې تړلې


واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د جموري ریاست له کاندید اشرف غني احمدزي سره د یوې نوې مرکې پر بنا، په افغانستان کې د روان سیاسي وضعیت پر څرنګوالي مقاله خپره کړې ده.

د ورځپاڼې په لیکنه، د افغانستان ثبات د دواړوکاندیدانو ترمنځ د ملي یووالي حکومت د جوړولو په موافقې پورې ارتباط لري او که دا ونه شي، یو واربیا د ناورین لمنې ته لویدلای شي.

اشرف غني احمدزي واشنګټن پوست ته ویلي چې؛ د راتلونکې حکومت پرڅرنګوالي یي له عبدالله عبدالله سره په خبروکې پرمختګ کړی خو یو-دوه اختلافي موارد لا پاتي دي.

احمدزي ورځپاڼې ته څرګنده کړې چې له راتلونکو څلرویشتو تراته څلویښتو ساعتونو پورې وخت ډيرټاکونکې دی او دا یي هم تایید کړې چې د [هرڅه باید ګټونکې ته ورکړ شي] پالیسي کار نه شي ورکولای.

واشنګټن پوست د اشرف غني احمدزي په حواله لیکي، په نوي حکومت کې د اجرایوي ریس د چوکۍ پر طرحه موافقه شوې.

ورځپاڼه زیاتوي، د اجرایوي ریس دنده به د پالیسیو عملي کول، د وزیرانو د نوې شورا رهبري او ولسمشر ته رپوټ ورکول وي او په پریکړو کې به هم ونډه لري.

اشرف غني احمدزي د چهارشنبې په ورځ واشنګټن پوست ورځپاڼې ته ویلي چې د اجرایوي ریس چوکۍ د مهمو صلاحیتونو مجموعه ګڼل کېدلای شي.

خو د دواړو کاندیدانو انتخاباتي ډلومطبوعاتو ته ویلي چې؛ د ټاکنو د نتایجو د اعلان پرڅرنګوالي مذاکرې لا هم له ستونزو سره مخامخ دي.

په واشنګټن کې د ودرو-ویلسن نړېوال تحقیقاتي مرکز د جنوبي اسیا د چارو څيړونکې مایکل کوګلمن ازادۍ راډیو ته وویل چې؛ د افغانستان د سیاسي راتلونکې برخلیک په انتخاباتو کې د بایلونکې کاندید په عکس العمل پورې تړلې دې.

د څیړونکې مایکل کوګلمن په باور، د افغانستان سیاسي وضعیت یوې حساسې مرحلې ته رسیدلی ځکه هره ګړۍ د انتخاباتو د نتایجو د اعلان امکان شته او د بایلونکې کاندید د عکس العمل څرنګوالی د دې هېواد د سیاسي ثبات برخلیک ته ټاکونکې اهیمت لري.کوګلمن وايي:

″که چېرې هغه [بایلونکې کاندید] نتایج رد کړي او د هغه پلویان او ملاتړ کونکې په تشدد لاس پورې کړي، ستونزې به ډیرې زیاتې شي.

نو ویلای شو چې د ملي یووالي د حکومت د رامنځ ته کېدو نظر د افغانستان او لویو ستونزو ترمنځ سپر کېدلاي شي.″

د واشنګټن پوست په وینا، افغانستان له داسې سیاسي انفجاري حالت سره مخامخ دی چې دوې پایلي درلودلای شي.

د ورځپاڼې په لیکنه، په یوه حالت کې په کابل کې د یوې بلې کورنۍ جګړې پيل ممکن دی او دوهم انتخاب د دواړو کاندیدانو ترمنځ د قدرت د شریکولو یوه موافقه ده چې افغانستان ته د سیاسي ثبات یوه بله موقع ورکوي.

د ورځپاڼې په لیکنه، د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسون به ډير ژر د ټولو راییو د تفتیش او بیا شمېرد بهیر نتایج اعلان کړي نو دواړه کاندیدان د ملي یووالي د حکومت د جوړولو د وعدې د پرځای کولو لپاره محدود وخت لري.

په ودرو-ولسن تحقیقاتي مرکزکې د افغانستان د چارو څيړونکې مایکل کوګلمن تایدوي چې دواړو کاندیدانو ته به د ملي یووالي د حکومت جوړول اسان کارنه وي خو د نړېوالې ټولنې فشارمرسته کولای شي.کوګلمن وايي:

″موږ یو وار بیا له داسې حالت سره مخامخ یو چې د موافقې په اړه مذاکرې له بن بست سره مخامخ دي خو زه فکر کوم چې د دې چانس شته چې د امریکا حکومت خبرداری ورکړي او یا دا ورته واضح کړي چې که د قدرت د اشتراک موافقه ونه شي او تشدد رامنځ ته شي، له افغانستان سره خپلې مرستې کمولای او یا قطع کولای شي.″

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې هم لیکلي چې؛ د ملي یووالي په اړه په موافقه کې ناکامي به د دواړو کاندیدانو قصور او افغانستان ته ستر ناورین وي.

ورځپاڼه لیکي، داسې موافقه په تیوري کې د دواړو لپاره ډیر ګران کارنه معلومیږي ځکه دواړه کاندیدان ښه لوستي، د معتدلوغربي افکارو خاوندان او د جمهور ریس حامد کرزي د حکومت د اولې دورې لوړ رتبه مامورین دي.

XS
SM
MD
LG