د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۴

ترابي: نوي کابل بانک۴۶.۵ملیونه ډالره زیان کړی دی


د افغانستان د شفافیت د څار د ادارې یوه نوي څيړنه ښیي چې؛ نوي کابل بانک ۴۶.۵ شپږ څلویښت اعشاریه پنځه ملیونه ډالره زیان کړی دی.

د دې ادراې مشرمحمد یما ترابي ټينګارکوي چې د قرضې په ورکړه کې د دولت له خوا په دې بانک لګیدلي تورونه د دې سبب شوي چې په ډیرلږ وخت کې دې دا بانک ملیونونه ډالر تاوان وکړي.

ښاغلی ترابي وایي، که د افغانستان حکومت په دې برخه کې له سره پاملرنه ونه کړي نو د دې بانک مصارفو د پوره کولو لپاره به ضرورت وي چې ملیونونه ډالر له ځانه ورکړي.

له دې سره یوځای چې ډیرې دولتي ادارې په راتلونکې یوه میاشت کې له مالي بحران سره د مخ کېدو خبر ورکوي، د افغانستان د شفافیت د څار اداره بیا د نوي کابل بانک د میلیونونو ډالرو له زیانه پرده پورته کوي.

د دې ادارې نوي څیړنې ښیي، چې نوي کابل بانک ته د خلکو له لوري د څلور سوو ملیونو ډالرو څخه د ډيرو سپارل شوو پیسو په سر د دولت له خوا لګیدلي محدودیتونه د دې سبب شوي چې دا بانک ۴۶.۵ ملیونه ډالره زیان وویني.

د افغانستان د شفافیت د څار ادارې د بنسټ مشر محمد یما ترابي د پنجشنبې په ورځ ازادۍ راډيو ته وویل، که دولت د لګیدلو محددیتونو په اړه بیا فکر ونه کړي نو په کلونو به مجبور وي چې د دې بانک مصارف په غاړه واخلي:

″دې بانک ۴۶.۵ ملیونه ډالره نقصان کړې ده او دا نقصان ځکه شوی چې دولت محدودیتونه لګولي دی د مثال په ډول په دې بانک کې د خلکو په ایښودل شوي پیسې چاته قرض نه ورکول کېږي ترڅو دا پیسې په دوران کې شي او د بانک مصارف پوره کړي هر څومره چې دا محدودیتونه دوام پیدا کوي نوی کابل بانک په هماغه اندازه نقصان ویني او دولت باید په کلونو دا نقصان شوي پیسې ادا کړي.″

په همدې حال کې د افغانستان بانک ریس نورالله دلاوري بیا په دې اړه اندیښنه نه لري او وایي چې؛ بحران ته د نوي کابل بانک د تلو هیڅ اندیښنه نشته.

ښاغلي دلاوري ازادۍ راډيوته وویل، همدا اوس څو هېوادونه داوطالبانه حاضر دي چې نوی کابل بانک واخلي او په دې برخه کې لا ډيره پانګونه وکړي:

″له مالیزیا څخه یو ګروپ چې ما ورسره په ترکېه کې ملاقات وکړ او په همدې ډول نورګروپونه داوطالبانه حاضر دي چې دا بانک واخلي خو موږ په دې اړه څه پریکړه نه ده کړې او زموږ له نظره مالیزیایې ډير ښه ګروپ دی چې شاید موږ ورسره خبرې کوو نور د دې بانک په اړه ټولې اندیښنې موږ ردوو.″

وروسته له هغې چې په ۲۰۱۰ کال کې کابل بانک له مالي ستونزو سره مخامخ شو د افغانستان مرکزي بانک د هغې مدیریت په لاس کې واخیست او په نوي کابل بانک بدل شو.

ویل کېږي هغه مهال د کابل بانک چارواکو په غیرقانوني توګه له دغه بانکه په ملیونونو ډالرو ویستلي وه او له دې سره کابل بانک بحران ولید.

له دوه زره لسمه بیا تراوسه لاهم دا بانک عادي حالت ته نه ده راغلی خو دولت تل ډآډ څرګند کړی چې په دې اړه جدي اندیښنې نشته.

XS
SM
MD
LG