د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۰

"شنبې به کاندیدان د ملي یووالي د حکومت په اړه موافقه وکړي"


د اشرف غني احمدزي په مشرۍ د تحول او بدلون ټیم وایي، د ملي یووالي د حکومت په سرپه اکثره اختلافي مواردو د اساسي قانون په چوکاټ کې موافقه شوې ده.

بل خوا د عبدالله عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې ټیم وايي چې؛ تراوسه دواړه کاندیدان یوې وروستۍ پریکړې ته نه دي رسېدلي، خوهیله یې څرګنده کړه چې د ورځې تر وروستیو به دواړه کاندیدان موافقې ته ورسیږي.

د جمهوري ریاست دواړه کاندیدان د جمعې په ورځ د ولسمشر کرزي او یو شمېر جمادي او سیاسي مشرانو په ګډون پرلپسې غوندې درلودلې او دواړه ټیمونه وايي چې اوس هم خبرې روانې دي.

د جمهوري ریاست د دواړوانتخاباتي ټیمونو استازي هیله څرګندوي چې ډېر ژربه د ملي یووالي د حکومت په اړه د جمهوري ریاست دواړه کاندیدان وروستۍ موافقه وکړي.

د اشرف غني احمدزي په مشرۍ د تحول او تداوم ټیم غړي طاهر زهیر ازادۍ راډيو ته وویل چې؛ په ټولو اختلافي مواردو موافقه شوې او د شنبې په ورځ به دواړه کاندیدان د ملي یووالي د حکومت په اړه موافقه لاسلیک کړي:

(په اکثریت مسایلو توافق شوی تمه کیږي چې سبا د دواړو کاندیدانو ترمنځ د ملي یووالي د حکومت په سر په ټولو اختلافي مواردو باندې وروستی توافق وشي.

ټول اختلافي مسایل د اساسي قانون په چوکاټ کې حل شوي دي سبا تمه کیږي چې موافقتنامه لاسلیک شي.)

ویل کېدل چې؛ په حکومت کې د دواړو ټمیونو مساوي ونډه ، د اجراییوي پوست د صلاحیتونو او همدارنګه د انتخاباتو د نتایجو داعلان د څرنګوال د دواړو کاندیدانو ترمنځ مهم اختلافي موارد و.

ولسمشر کرزي او ځینو سیاسي او جهادي مشرانو د جمعې په ورځ د جمهوري ریاست له دواړو کاندیدانو سره پرلپسې غونډې درلودلې.

د افغانستان د جمهوري ریاست له خوا په یوې اعلامیې کې ویل شوي جمهوري ریاست کاندیدانو د ملي وحدت حکومت د رامنځته کېدو په خبرو کې مهمو پرمختګونو شوي دي.

بل خوا د عبدالله عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو اوهمپالنې انتخاباتي ټیم وايي، تراوسه دواړو کاندیدانو د ملي یووالي د حکومت په اړه وروستۍ پریکړې ته نه دي رسېدلي.

د دې ټیم غړي محمدالله حیدري ازادۍ راډيوته وویل چې؛ هیله څرګنده کړه چې د ورځې په وروستیوکې به دواړه کاندیدان په خپلو کې د ملي یووالي د حکومت په اړه وروستۍ موافقه وکړي.

(د تېرو غونډو د سلسله په دوام کې له غرمې وروسته هم مذاکرات جریان لري تر اوسه وروستۍ نتیجه نه دی ترلاسه شوې، خبرې اوس هم روانې لري، مفصلې خبرې شوې دي امیدواره یو چې وروستۍ پریکړې ته به ورسیږو.)

د دواړوکاندیدانوانتخاباتي ټیمونه وايي چې؛ دا مهال هم د ولسمشرکرزي او ځینو سیاسي او جهادي مشرانو په ګډون د دواړو ټیمونو ترمنځ خبرې رواني دي.

دواړه انتخاباتي ټیمونه په داسې حال کې د ملي یووالي د حکومت په اړه د دواړو کاندیدانو ترمنځ په خبرو کې د پرمختګ خبرې کوي چې له دې وړاندې په کابل کې د امریکا سفیراو د افغانستان لپاره د دې هېواد ځانګړي استازي له دواړو کاندیدانو سره په ناستو او خبرو کې له هغوی غوښتي چې د ملي یووالي د حکومت په اړه وروستي توافق ته ورسیږي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG