د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۱

پاکستاني ځواکونه وايي په شمالي وزيرستان کې يې ١٥ وسله والو وژلي


د ډيورنډ کرښې ته څېرمه د شمالي وزيرستان په قبايلي سيمه کې د پاکستانيو ځواکونو پوځي عمليات دوام لري او دوى ادعا کوي، چې په دې عملياتو کې يې په دغې سيمه کې مېشتو کورنيو او بهرنيو وسله والو ته درنه مرګ ژوبله اړولې او د هغوى لسګونه مرکزونه او پټنځايونه يې له منځه وړي دي.

د پاکستان دولتي تلويزيون د دې هېواد د پوځ د مطبوعاتي دفتر يا ISPR په حواله وايي؛ چې د پاکستان هوايي ځواک د شنبې په ورځ د شمالي وزيرستان په غلام خان او يو شمېر نورو سيمو کې د مېشتو سخت دريځۀ وسله والو پر مرکزونو تازه هوايي بريدونه کړي؛ چې په ترڅ کې يې لږ تر لږه ١٥ وسله وال وژل شوي دي.

د پاکستان پوځي مقامات وايي، چې د شمالي وزيرستان په بويه سيمه کې له وسله والو سره په نښته کې يو پاکستانى سرتېرى هم وژل شوى دى.

دوى همداراز ادعا کوي، چې په دغو عملياتو کې يې د وسله والو ٣ مرکزونه او له باودري موادو ډک درې موټرونه هم له منځۀ وړي دي.

پاکستانيو ځواکونو د روان کال د جون له ١٥مې نېټې راهيسې په شمالي وزيرستان کې د مېشتو سخت دريځه وسله والو پرضد پراخ پوځي عمليات پيل کړي او ادعا کوي، چې تر دې دمه يې په دې عملياتو کې د کورنيو او بهرنيو وسله والو په ګډون تر ١٠٠ زيات وسله وال وژلي او د هغوى ګڼ شمېر مرکزونه يې له منځه وړي دي.

دا عمليات تر هغې وروسته پيل شول، چې پاکستاني وسله والو طالبانو د کراچۍ پر هوايي ډګر د خونړي وسله وال بريد مسووليت ومانه، چې پکې د امنيتي سرتېرو په ګډون لږ تر لږه ٣٠ کسان وژل شوي وو.

که څه هم پاکستانى پوځ په شمالي وزيرستان کې د پوځي عملياتو په ترڅ کې وسله والو ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي، خو خپلواکو او ځايي سرچينو لا تر دې دمه د دوى ددغې ادعا پخلى نه دى کړى.

د شمالي وزيرستان يوه ځايي خبريال د نوم و غږ نه خپرولو په شرط ازادي راډيو ته وويل:

"په سيمه کې د پاکستانيو ځواکونو د عملياتو په اړه کره معلومات نه شي ترلاسه کېداى، ځکه چې دوى سيمې ته خبريالان او ځايي خلک نه ورپرېږدي او پاکستاني رسنۍ يواځې د پوځ د مطبوعاتي دفتر معلومات څاري. "

شمالي وزيرستان د ډيورنډ کرښې ته څېرمه پرته قبآيلي سيمه ده، په دې کې د پاکستانيو طالبانو په ګډون د القاعدې او حقاني شبکې ډېرى جنګيالي هم دېره دي او د پاکستان پوځ وايي، چې په سيمه کې يې د حقاني او القاعدې شبکې په ګډون د هغو ټولو وسله والو پرضد له توپير پرته عمليات پيل کړي، چې له دې ځايه ترهګريز فعاليتونه کوي.

خو د پاکستان د سياسي چارو يو شمېر څارونکي بيا په دې باور دي، چې د پاکستانيو ځواکونو د پوځي عملياتو حقيقت به هغه مهال څرګند شي، چې په سيمه کې عمليات پاى ته ورسېږي او بې کوره شوي خلک خپلو سيمو ته ستانه شي.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG