د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۷

په کوټه کې چاودنې د يوې ښځې په ګډون ۱۳تنه ژوبل کړي


تېره شپه په کوټه کې چاودنه شوې، چې د يوې ماشومې او يوې مېرمنې په ګډون ديارلس تنه په کې ټپيان شوي دي. چاودنه د يوه هوټل مخې ته شوې او په کې ټپي شوي کسان ټول عام خلک دي.

بېګا شپه د کوټې ښار لوېديځ لور ته په جناح ټاون نومي ځاى کې زوروره چاودنه وشوه؛ چې ديارلس تنه يې ټپيان کړل. پوليس چارواکيو رسنيو ته وويل، چې د جناح ټاون پر لوى سړک پنج فوټي چوک ته نيژدې د يوه هوټل مخې ته په ولاړ موټرسايکل کې چاودېدونکي مواد ځاى پر ځاى کړل شوي وو او د ريموټ کنټرول په وسيله وچاودل شول.

پوليس وايي، په چاودنه کې پينځه کيلوګرامه چاودېدونکي مواد کارول شوي دي او وايي، د چاودنې په وخت په هوټل کې د خلکو ګڼه ګوڼه ډېره نه وه؛ که يو ساعت مخکې شوې واى؛ نو زياته مرګ ژوبله به يې اړولې واى.

پوليس وايي، په چاودنه کې په ديارلس تنه ټپيانو کې يوه مېرمن او يوه ماشومه نجلۍ هم شامل دي؛ چې له نورو ټپيانو سره سمدستي د کوټې دولتي روغتون ته را انتقال کړاى شول. په چاودنه کې د دوو تنو ټپي کسانو حالت مرګونى بلل کېږي.

د چاودنې مسووليت تر اوسه کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى او نه دا څرګنده ده؛ چې د چاودنې هدف څوک و، خو په چاودنه کې ټپي کسان ټول ملکي خلک دي.

د يادونې وړ ده، چې يوه اوونۍ وړاندې د سپټمبر پر ديارلسمه نېټه هم د کوټې ښار پر سرياب سړک د ملېشه ځواکونو ګزمه کوونکي موټر ته نيژدې چاودنه شوې وه؛ چې درې تنه په کې وژل شوي او څلرويشت نور په کې ټپيان شوي وو.

له تېر يوه کاله راهيسې، چې په بلوچستان ايالت کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند؛ نېشنل ګوند او مسلم ليګ نواز ګوند نوى ايتلافي حکومت جوړ شوى، په بلوچستان خصوصاً په کوټه ښار کې امنيت ښه شوى و؛ خو له تېرو دوو مياشتو راهيسې په کوټه ښار کې يو ځل د هدفي وژنو او چاودنو لړۍ پيل شوې ده.

رپوټ: بارکوال مياخېل- کوټه

XS
SM
MD
LG