د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۲

د ملي یووالي حکومت موافقه نن لاسلیک کیږي


ټاکل شوې ده چې اشرف غني احمدزی او عبدالله عبدالله نن په ارګ کې د ملي وحدت د حکومت د جوړولو په اړه موافقه لاسلیک کړي.

دا خبره د اشرف غني احمدزي د ټیم یوه ویاند فیض الله ذکي تیره شپه ناوخته ازادي راډیو ته وکړه:

”موافقه د لاسلیک لپاره چمتو ده. که خدای (ج) کول، نن به دا متن د ولسمشر حامد کرزي، د دواړو انتخاباتي ډلو د لوړ پوړو مشرانو او د هیواد د بانفوذه شخصیتونو او مشرانو په وړاندې لاسلیک شي.“

تر دې مخکې د ولسمشر حامد کرزي ویاند ایمل فیضي هم د ټویټر له لارې په یوه پیغام کې ویلي وو؛ چې دواړه کاندیدان به نن (یکشنبه) دا موافقه لاسلیک کړي.

له دې سره به په افغانستان کې شپږ میاشتنی انتخاباتي کړکیچ پای ته ورسیږي.

په دې اړه وروسته په خپرونه کې جزییات وړاندې کیږي.

XS
SM
MD
LG