د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۸

کاموال: د ګوزڼ ناورغۍ زیاتې پيښې په شرقي زون کې ثبت شوي


د ننګرهار روغتیايي چارواکو د یکشنبې په ورځ د شرقي زون په کچه د پولیو واکسینو درې ورځينی کمپاین پرانست.

په دې پرانسته غونډه کې د ننګرهار د عامې روغتیا رييس ډاکټر نجیب کاموال وويل" له دې وړاندې به په ټول هېواد کې په یوه ورځ د پولیو واکسینو کمپاین پيلېده؛ خو د نوموړي په خبره دا ځل یوازې په شرقي حوزه کې د واکسینو دا کمپاین پيلږي؛ چې لامل يې په دې سیمه کې د ګوزڼ یا پولیو ناروغۍ علایم زیات لیدل شوي:

"دا ځل یوازې په شرقي زون کې دا کمپاین پيلیږي او علت يې دا دی، چې په ټول افغانستان کې اته مثبت پېښتې ثبت شوي؛ چې له دې جملې نه پینځه يې په شرقي زون کې دي.

زموږ غوښتنه له ټولو هېوادوالو نه دا ده چې؛ خپل ماشومان واکسین کړي او د دې لاعلاجه ناروغۍ نه خپل ماشومان وژغوري."

په همدې پرانست غونډه کې د ننګرهار والي مولوي عطالله لودین پر ولسوونو او د مسجد پر ملاامامانو غږ وکړ؛ چې خلک دې وهڅوي، تر څو خپل ماشومان واکسین کړي:

"زه پر ټولو ولسونو، والدینو او د مسجد پر ملاامامانو غږ کوم؛ چې کورنۍ وهڅوي، چې خپل ماشومان واکسین کړي، په دې کې نور هیڅ جانبي عوارض نشته، یوازې د دوی د ماشومانو صحت ورسره خوندي کیږي."

د روغتیا ریاست د مسولینو په خبره په دغه درې ورځينۍ کمپاین کې به د ختیځ زون په کچه شپږ زره درې سوه راضا کاران به نهه لکه دیرش زره ماشومانو ته د ګوزڼ ناروغۍ ضد واکسین ورکړي.

راپور:ـ شاه محمود شینواری - ننګرهار

XS
SM
MD
LG