د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۷

اکسونپ: سوله د افغانستان د خلکو عمده اړتیا ده


د اکسونپ په نوم د مدني ټولنو شبکې له راتلونکي حکومته وغوښتل چې؛ په هیواد کې د سولې د ټینګښت لپاره جدي هڅې وکړي.

سولې لپاره د مدني ټولنو شبکه (اکسونپ) سوله د افغانستان د خلکو عمده اړتیا ګڼي.

د دې شبکې یوه غړي قاضي لودین د یکشنبې په ورځ په کابل کې د سولې د نړیوالې ورځې د نمانځلوپه غونډه کې هیله وکړه چې؛ راتلونکی افغان حکومت دې په هېواد کې د سولې ټینګښت ته جدي هڅې وکړي:

"زموږ غوښتنه، د یوه دیني عالم او د مدني ټولنې د یوفعال په توګه دا ده چې؛ راتلونکې حکومت په لومړي ګام کې د سولې او ملي یووالي لپاره شخصي ګټې له پامه وغورځوي؛ څو د افغان ټول خلک یوموټی شي."

ښاغلی لودين داهم وویل، د سولې راوستل یوازې د حکومت دنده نه بلکې؛ خلک هم مکلف دي په دې هکله هڅې تیزې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې، افغانستان حکومت له څو کلونو راهیسې په هېواد کې د سولې ټینګښت ته؛ د سولې د عالي شورا په نامه یوه اداره چې؛ شاوخوا اویا غړي لري؛ جوړه کړې ده.

د دې شورا د جوړېدو هدف دا دی چې؛ د سولې په مقصد د حکومت او وسله والو مخالفینو ترمینځ د مذاکراتو زمینې برابرې کړي.

په عین وخت کې په افغانستان کې د امریکا د سولې د انسټیټیوټ ريیس شاه محمود میاخیل هم تاکید وکړ چې؛ سوله د افغانانو مهم ضرورت دی.

ده هم له راتلونکي حکومته وغوښتل چې؛ په خپلو پروګرامونو کې دې سولې ته لومړیتوب ورکړي:

"په دې هیله چې په څو ورځو کې په هېواد کې نوی نظام ووینو او زموږ مشران او هغه خلک چې د هېواد برخه لیک یې په لاس کې دی؛ داسې نظام جوړ کړي چې، ټول ډاډمن کړي.

داسې نظام چې پوه او غوره کسان په کې پر دندو وګمارل شي او له کورنیو منابعو او بهرنیو مرستو، سمه ګټه واخلي."

سولې ته د رسېدو په مقصد دغه مدني ټولنه په دوه زره پنځم میلادي کال کې په افغانستان کې جوړه شوې او هرکال د سولې نړېواله ورځ نمانځي.

د سولې نړیواله ورځ په داسې حال کې نمانځل کیږي چې؛ ځیني کارپوهان انتقاد کوي چې؛ حکومت په د یارلسو کلونو کې ونه توانید چې؛ په هیواد کې سوله ټینګه کړي.

خو حکومت وایي، د سولې راوستلو ته یې هڅې کړي او لا روانې دي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG