د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۷

د اشرف غني احمدزي ژوند ته لنډه کتنه


محمد اشرف غني احمدزي د ماشومتوب او تنکۍ ځوانۍ دوره په افغانستان کې تېره کړې ده. لوړې زده کړې یې په بهر کې کړې دي. پر هېواد د شورویانو د برید او کورنۍ جګړې له کبله د نورو هېوادوالو په څېر له خپلې کورنۍ سره جلا-و‌طن شو.

ډاکټر اشرف غني هغه مهال چې؛ له هېواده بهر مېشت و، د سياست او انسان پوهنې (انتراپالوجۍ) د یو سرلاري عالم په توګه وپېژندل شو. وروسته يې په نړيوال بانک کې کار پيل کړ؛ چې د بین المللي مرستو د پراختیا په برخه کې يې مهم مسایل په کې زده کړل. اشرف غني د طالبانو د رژيم تر ړنګېدا وروسته په (۱۳۸۳هـ. ش) کال کې هېواد ته راستون شو او خپلې مشاهدې او تجربې یې د خلکو د خدمت او د افغانستان د بیارغونې لپاره وکارولې.

اشرف غني د ولسمشر د سلاکار، د نړيوالو مرستو د انسجام ادارې د رییس او د افغانستان د انتقالي ادارې د مالیې وزیر په توګه دندې ترسره کړلې. د مالیې وزیر په توګه د کار پرمهال یې د اصلاحاتو لپاره يو پروګرام ترتيب كړ او د ولسي پانګوونې لپاره يې بېلابېل پروګرامونه جوړ کړل؛ چې د افغانانو د ژوندانه د بهبود لپاره يې د هغه غوره هلې ځلې بللى شو. نوموړي د انتخابي حکومت په کابينه کې کار کول مناسب ونه ګڼل؛ خو په ملي او نړيواله کچه په سياسي کړيو کې د یو بارسوخه شخص په توګه مطرح و.

ماشومتوب او ځواني:

اشرف غني پر (۱۳۲۸ هـ ش) کال په یوې ديندارې او مخورې کورنۍ کې وزېږېد. د خپل ماشومتوب لومړنۍ دوره یې په لوګر ولایت کې تېره کړه. دی د کابل له حبیبیه لېسې څخه فارغ شوی دی. پلار يې په شاهي دوره کې په بېلابېلو لوړو دولتي پوستونو دنده ترسره کړې ده او دا چې پلار يې له دولت او سياست سره سروكار درلود؛ نو له همدې امله اشرف غني له سیاست سره مینه او بلدتیا پیدا کړه.

تحصیل او تجربه:

اشرف غني د ځوانۍ په لومړیو کې لبنان ته سفر وکړ او د بیروت په امریکایي پوهنتون کې شامل شو. په (۱۳۵۲ هـ ش) کال کې یې په دغه پوهنتون کې خپلې زده کړې بشپړې کړلې. په (۱۳۵۳ هـ ش) کال کې افغانستان ته راستون او په کابل پوهنتون کې د ټولنيزوعلومو په څانګه كې د انسان پوهنې استاد شو.

په (۱۳۵۶ هـ ش) کال کې د سکالرشیپ د اخیستلو لپاره د تحصیلاتو په دوام امریکا ته لاړ او په کولمبیا پوهنتون کې شامل شو. د شوروي اتحاد د تېري پرمهال یې د کورنۍ ډېر غړي زندانیان شول او له همدې امله اشرف غني په امریکا کې د پاتې کېدلو تصمیم ونیولو او د خپلې دوکتورا تحصیلاتو ته یې دوام ورکړ.

اشرف غني د خپلې دکتورا رساله (تیزس) د افغانستان د معاصرتاريخ په باب له (۱۱۲۶هـ ش) نه تر (۱۲۸۰ هـ ش) پورې ولیکله.

اشرف غني د دکتورا تر اخیستلو وروسته ۱۳۶۲-۱۳۷۰ پورې په کاليفورنیا او جانس هاپکینز پوهنتونونو کې د استادۍ دنده ترسره کړه. همغه مهال د اشرف غني مرکې د سیاسي شنونکي په توګه د "بي. بي. سي" راډیو په پښتو او دري خپرونو کې خپرېدلې. اشرف غني د يادو پوهنتونونو ترڅنګ د نړۍ په نورو ډيرو معتبرو پوهنتونونو لكه "بكلي" او "اروس" كې هم د استادۍ دنده ترسره كړې ده.

نړيوالې تجربې:

اشرف غني پر ۱۳۷۰ کال په نړيوال بانک کې د لوی انسان-پوه په توګه وګمارل شو؛ چې د اقتصادي پروګرامونو د انساني اړخونو تحلیل به يې کاوه او مناسبې حل-لارې به يې وړانديزولې.

اشرف غني یوولس کاله په نړيوال بانک کې دنده ترسره کړه. ده خپل کار په ختيځه آسيا کې د پروژو په طرح کولو پیل او وروسته یې د نړيوال بانک لپاره سیاسي سټراټیژي ترتیب کړه.

اشرف غني په همدې وخت کې د هېوادونو په هکله د نړيوال بانک سټراټيژي وكتله او اړین اصلاحات یې وړاندیز کړل. اشرف غني پر ۱۳۷۵ هـ ش کال په نړۍ كې د ادارو او دولتي بنسټونو په هکله یو لړ بنسټیز اصلاحات پېشنهاد کړل. د روسیې د ډبرو سکارو پر پروګرامونو يې د خپلو وړاندیزونو د عملي کولو لپاره کار وکړ. نوموړي په چین، هندوستان او روسیه کې د لویو پروژو او اقتصادي اصلاحاتو د پلي کولو لپاره پنځه کاله اغيزمن کار وکړ.

اشرف غني په نړيوال بانک کې د کار پرمهال د "هارورډ-اېنسيډ" او "سټنفورډ" تجارتي پوهنتونونو له خوا د مشرتابه (رهبريت) تر عنوان لاندې جوړ شوي روزنيز پروګرامونه تعقيب کړل.

له ۱۳۸۰ هـ ش كال وروسته:

اشرف غني احمدزی د طالبانو د نظام تر ړنګېدا وروسته افغانستان ته راغی او د لخضر ابراهیمي د لوی سلاکار په توګه يې کار پېل کړ. نوموړي د بن د پروسې په عملي کولو کار وکړ او په لنډ مهاله اداره کې یې د ادارې د مشر د سلاکار په توګه دنده ترسره کړه. نوموړی لومړنی کارپوه و؛ چې هغه وخت يې خپله پوهه او تجربې د خلکو د خدمت لپاره په كار واچولې.

اشرف غني د دواړو، بېړنۍ او اساسي قانون د لویو جرګو په جوړولو کې بنسټیز رول درلود.

د مالیې وزارت:

اشرف غني د مالیې وزیر په توګه په انتقالي اداره کې یو لړ ارزښتناک کارونه وکړل. په مالي برخه کې له بنسټیزو اصلاحاتو او نوښتونو سره یې د هېواد د مالي سياست؛ شفافيت او حساب وركوونې پروسه عملاً رامنځ ته كړه او په دې وتوانېد، چې په درې اونيو كې د دولت عوايد مركزي كړي.

نوي بانک نوټونه یې چاپ او بازار ته وړاندې کړل. خزانه کمپيوټرايز او د خزانې لپاره واحد سیسټم دود شو. له بودجوي کمښت پرته مالي پالیسي تصویب او پلې شوه. بودجه د بنسټیزو او عمده وسایلو په توګه وپېژندل شوه. د ګمرکاتو او تعرفې سیسټم اصلاح شو. د ښه شفافيت لپاره خلكو، کابینې او نړيوالو مرستندویانو ته د راپور او حساب ورکولو مېکانېزم رامنځته شو.

اشرف غني یو زیارکښ او رښتینی انسان دی او له همدې امله یې په مالیې وزارت کې د فساد د مخنیوي لپاره عملي سیسټمونه وضع کړل. په اختلاس او درغلیو ککړ خلک يې له دندو ګوښه کړل. ان د هغوی د لوړ پوړيو ملاتړو د ګواښونو پروا یې هم ونه کړه. نوموړي د هغه مهال د ملي اردو سرتېرو تنخواوې د سمو او مؤثقو لېستونو تر برابرولو پورې ورنه کړې، ځكه نوموړى پوهېده، چې په لېستونو کې د عسکرو شمېر له رښتینې شمېر څخه ډېر ښودل كېده. اشرف غني په دې ډول د يوشمېر كسانو له خوا د ملت د پيسو د لوټولو او درغليو مخه ونيوله.

اشرف غني د خپل باور او تجربو له بركته ډېرې نړيوالې مرستې جلب و جذب کړې. نوموړي له ملاتړکوونکو څخه وغوښتل؛ چې خپلې مرستې په درې سکټورونو کې محدودې كړي؛ چې له دولت سره یې په اړیکو کې شفافيت او حساب ورکول رامنځته شي. نوموړي د افغانستان د پرمختیا په سټراټیژۍ هم کار وکړ. د هغه ټينګار اوغوښتنه دا وه، چې افغانان بايد په خپله د چارو واګې په لاس کې واخلي.

د ډاکټر اشرف غني د دغو خدمتونو د تقدير په موخه هغه ته د دولت له لوري؛ تر ټولو اعلی ملکي ايوارډ، د سید جمال الدین افغاني افتخاري مډال، ورکړل شو. همداراز په (۱۳۸۲ هـ ش) کال کې د آسیايي هېوادونو ترمنځ د غوره مالیې وزیر په توګه وپېژندل شو.

پر (۱۳۸۳ هـ ش) په برلین کنفرانس کې؛ چې د ۶۵ هېوادونو د مالیې او بهرنیو چارو وزیرانو په کې ګډون درلود؛ اشرف غني د افغانستان د خلکو د راتلونکي د خوندي کولو په موخه اوه کلن پروګرام وړاندې کړ. نوموړې طرحه د يوه فقير او بېوزله هېواد له لوري برابره شوې غوره طرحه وپېژندل شوه. د نوموړي پروګرام اصلي بنسټ او مفکوره دوه اړخیز ژمنتوب یعنې له يوه لوري د افغانستان دولت او نړیوالې ټولنې ترمنځ او له بل لوري د افغانستان دولت او افغان ولس تر منځ تعهد تشکيلاوه.

په همدې اساس نړیوالې ټولنې ژمنه وکړه؛ چې د پروګرام له مخې له افغانستان سره د درېيو کلونو لپاره ۸،۲ بیلیونه ډالره مرسته وکړي. دا دقیقاً هغه رقم و، چې د افغانستان دولت يې په درېيو کالونو کې غوښتنه کړې وه. د یادونې وړ ده، چې ټول رقم ۲۷،۵ بيليونه امريكايي ډالر د اوو کلونو لپاره په پام کې نیول شوی و؛ چې د نړیوالې ټولنې له خوا ومنل شو.

اشرف غني د خپل کار په دوران کې د فقر د له منځه وړلو پر پروګرام د اتباعو د حقونو او پانګې په رامنځته کولو اتکا کړې او دغه یې د ملي پیوستون د پروګرام په رامنځته کولو پیل کړ. ملي پیوستون د افغانستان په كليو كې سيمييزې شوراګانې جوړولې؛ چې دغو شوراګانو د خپلو سيمو لومړيتوبونه ټاكل او بيا ورسره یوه اندازه مالي مرسته كېدله. يعنې د پروژو د پلانولو او پلي کولو مسوولیت د سيمه ييزو شوراګانو په غاړه و. نوموړی پروګرام په ټول هېواد کې خلکو وستایه او بریالی شو.

د ملي پیوستون پروګرام په بریالي کېدلو سره ټولو هېوادونو په خپلو کلیوالو سیمو کې ورته پروګرامونه پلان او پلي کړل.

اشرف غني هغه مهال له مخابراتو وزارت سره مرسته وکړه او د يوې رڼې پروسې له لارې يې مخابراتي شرکتونو ته د فعالیت او پانګونې جواز وركولو سپارښتنه او لارښوونه وكړه. په پایله کې د موبایلونو شمېر، چې په ۱۳۸۱ کال کې سل زره سېټونو ته رسېده د ۱۳۸۸ کال په پېل کې اوه نيم ملیونو ته لوړ شو.

د مخابراتو په سکټور کې ځانکړې پانګونه له ۲۰۰ ملیون ډالرو څخه ډېره ده او یو له هغو عمده سکټورونو څخه دی؛ چې افغانستان ته ډېر عواید راوړي.

په ۱۳۸۳ کال کې د ښاغلي کرزي تر انتخابېدلو وروسته اشرف غني په کابینه کې له ګډون کولو ډډه وکړه او د کابل پوهنتون د ریاست دنده يې ومنله. نوموړي په لومړي ګام کې د ګډې ادارې سیسټم غوښته؛ چې د اداري غړو، استادانو او شاګردانوپه ګډون په كې ټول راجمع شي. د کابل پوهنتون په اړه د نوموړي لرليد داسې و؛ چې په هغه کې نارینه او ښځينه محصلان لازم مهارتونه ترلاسه کړي او د ټولنې لپاره اغېزمن تمام شي.

په همغه وخت کې اشرف غني د دولتي اغېزمنتيا انسټیټیوټ بنسټ کښېښود؛ چې د اغېزمن حکومت کولو او شفاف سیسټم په اړه له حکومتونو او د هغو نړیوالو مرستندویانو سره مرسته وکړي.

نوموړي د "د ناکامو دولتونو سموونه" په نامه کتاب ولیکه. په دې وروستيو کې يې د "د عادلانه نظام لار" په نامه کتاب په پښتو ژبه بشپړ او چاپ شو. د بدلون لار په افغانستان کې د اغېزمنې دولتدارۍ، متحرک اقتصاد، ټولنيزې پراختيا، نړيوالې همکارۍ، قانونيت او ثبات لپاره يوه بهترينه اډانه ده، او په ټوله سيمه کې د خپل ډول لومړنی اثر دی.

XS
SM
MD
LG