د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۴

راشدي: د نشه يي توکو پرضد د مبارزې لپاره نوې ستراتیژي ته اړتیا ده

افغان چارواکي وایي، د مخدروموادو پرضد مبارزې ته یې د نوې ستراتيژي په جوړولو کار پیل کړی دی.

د مخدروموادو وزارت د تیر په څېر یوځل بیا وویل چې؛ په افغانستان کې د مخدرو موادو پر ضد مبارزه یوازې د افغانستان کار نه بلکې د سیمې او نړۍ هیوادونه باید په ګډه سره دا مبارزه پرمخ بوځي.

په دې مقصد د مخدروموادو پرضد دې وزارت هڅې تیزې کړي چې؛ د مخدرو موادو پرضد د مبارزې لپاره نوې ستراتيژي جوړه او افغان حکومت د سیمې هېوادونو او نړیوالې ټولنې ته یې وړاندې کړي.

دا څرګندونې د مخدروموادو پرضد د مبارزې وزیر دین محمد مبارز راشدي د یکشنبې په ورځ په کابل کې د څلرویښتو والیانو او امنیه قوماندانانو په ګډه غونډه کې وکړي:

"هدف، د مخدرو موادو پر وړاندې د مبارزې ښه والی دی؛ دا مبارزه هم د حکومت او هم د نړیوالې ټولنې بیا کتنې ته اړتیا لري.

موږ دا مبارزه د اساسي قانون او د پراختیا د ملی پراختیا د ستراتیژۍ په اساس جدي کوو او له حکومت او خپلو شریکانو څخه مو غوښتي؛ هغه کسان چې کوکنار کري او قاچاق یې کوي، پرضد یې باید جدی اقدامات وشي."

ښاغلی راشدي وویل، د کوکنارو د کښت، د مخدروموادود تولید او قاچاق پرضد به د غونډې د ګډونوالو نظريې، وړاندیزونه اوانتقادونه راټول او مخدروموادو پرضد د مبارزې په پلانونو کې به ترې ګټه واخیستل شي.

د دې وزارت چارواکو وویل، اوسمهال د هیواد په اتلسو ولایتونو کې کوکنار کرل کیږي او دوی پلان درلود چې، له دې جملې نه شپږ ولایتونو د کوکنارو له بوټي پاک کړي؛ خو د ناامنیو او انتخاباتي لانجو له امله ونه توانیدل چې؛ دې هدف ته ورسیږی.

د چارواکو د معلوماتو له مخې اوسمهال په مجموع کې د هېواد په جنوب لویدیځو؛ شرقي او جنوب شرقي سیمو کې په څه باندې یو میلیون جریبه ځمکه کې کوکنار کړل شوي دي.

د هلمند والي نعیم بلوچ او د فراه محمد عمر شیرزاد له ازادي راډیو سره په خبرو کې تایید کړه چې؛ په دې دواړو ولایتونو د کوکنار کښت د تېرو کلونو په نسبت زیات شوی دی:

"۱-  کومې سیمې چې مرکزته نږدې دي؛ هلته خلک په خپله خوښه کوکنار نه کري، خو هغه سیمې دولتي حاکمیت په کې کمزوری دی؛ په دښتو کې کوکنار کرل کیږی، لویې څاګانې ورته کیندل شوي او د مخدروموادو پروسس هم په کې کیږي؛ د تیروکلونو په نسبت د کوکنار کر زیات شوی.

۲- د فراه ولایت په ځینو سیمو کې خلک کوکنار کري؛ هلته رواج شوی دی. د تیرکال په نسبت په کې کوکنار زیات کرل شوي او علت یې ناامني او د انتخاباتو لانجه ده ."

دواړو والیانو وویل، که امنیتي وضعیت ښه او له بزګرو سره لازمې مرستې وشي؛ باوري دی چې، په یادو سیمو کې به د کوکنارو کرکیله بنده شي.

د مخدروموادو پرضد د مبارزې وزیرد هیواد پر عدلي او قضایي ارګانونو غږ وکړ چې؛ د دې موادو له قاچاق کوونکو سره غوڅ قانوني چلند وکړي.

همدارنګه ده د سیمې له هیوادو او نړیوالې ټولنې وغوښتل چې؛ د مخدرو موادو پر ضد له مبارزی سره چې؛ سیمې او نړۍ ته ګواښ دی، مالي او تخنیکي مرستې زیاتې کړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG