د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۷

د انتخاباتو کمیسیون اشرف غني د افغانستان د نوي ولسمشر په توګه اعلان کړ


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون له ډیر انتظار وروسته بالاخره د افغانستان د جمهوري ریاست د دویم دور انتخاباتو ګټونکی کاندید اعلان کړ.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون له اوږدې مودې ورسته په هیواد کې د انتخاباتو پروسه ختم او کاندید اشرف غني احمدزی یې د دې پروسې ګټونکی اعلان کړ.

د دې کمیسیون ریس او غړي د یکشنبې په ورځ ناوخته مهال په یوه خبري غونډه کې راښکاره شول او د کمیسیون مشر احمد یوسف نورستاني پرته له دې چې د رایو فیصدي اعلان کړي؛ وویل، اشرف غني احمدزی د جمهور رییس په توګه معرفي کوي.

"د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د جمهوري ریاست د دویم دور انتخاباتو د ټولو صندوقونو د رایو له بشپړ پلټنې وروسته اشرف غني احمدزی د افغانستان د جمهور رییس په توګه معرفي کوي."

په همدې ډول ښاغلي نورستاني وویل چې؛ اشرف غني احمدزي ته د نوي جمهور رییس او عبدالله عبدالله ته د اجرایوي رییس په توګه په راتلونکي ملي وحدت حکومت کې مبارکي وایي.

ښاغلي نورستاني وویل، د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د بشپړ تفکیک وروسته د رایو نتایج له دواړو انتخاباتي ټیمونو سره شریک کړي او ډېر ژر به دا فیصدي له خلکو سره هم شریکه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې، د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د جوزا د ۲۴ نیټې یا دویم دور انتخاباتو نتایج یو ځل مخکې هم د اشرف غني احمدزي له ۵۶.۴۴ او عبدالله عبدالله له ۴۳.۵۶ فیصدو سره اعلان کړي وو.

عبدالله عبدلله هغه وخت دا نتیجه رد کړي وه او ویې ویل چې، په انتخاباتو کې پراخې درغلۍ شوي او په دویم دور کې د کارول شوو ټولو رایو پلټنه باید د نړیوالو څارونکو په حضور کې وشي.

دې پلټنې څه کم دوه میاشتې وخت ونیوه او وروسته له دې چې نن د یکشنبې په ورځ دواړه کاندیدان د ملي وحدت حکومت د جوړېدو په سر موافقې ته ورسیدو د انتخاباتو خپلواک کمیسیون دا نتیجې اعلان کړې.

ټاکل شوي چې، د راتلونکي اونې د دوشنبې په ورځ به نوی ولسمشر اشرف غني احمدزی لوړه وکړي او ورسته به د اجرایوي پوست د ایجاد لپاره فرمان صادر کړي چې د عبدالله عبدالله له ټیم څخه به وي.

XS
SM
MD
LG