د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۶

اشرف غني راتلونکې اوونۍ د نوي ولسمشر په توګه لوړه کوي


تمه ده چې د افغانستان نوی ولسمشر د راروانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ لوړه وکړي.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون تېره ورځ پرته له دې چې د ولسمشرۍ د دوو کاندیدانو د رایو شمېره څرګنده کړي؛ اشرف غني احمدزی د افغانستان د ولسمشرۍ د دوهم پړاو انتخاباتو ګټونکی اعلان کړ.

د ښاغلي احمدزي د تحول او تداوم د ټیم ویاند طاهر زُهَیر له آزادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل:

"احتمالاً د راتلونکې اوونۍ دوشنبې ورځ به د افغانستان د راتلونکي ولسمشر جناب ډاکټر اشرف غني احمدزي د لوړې د مراسمو د سرته رسولو ورځ وي."

اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله د تېرو څو اونیو په ترڅ کې له اوږدو خبرو او تماسونو وروسته پرون د ملي وحدت د حکومت د څرنګوالي موافقه لاسلیک کړه.

دا موافقه د دواړو ټیمونو د پلویانو ترمینځ له اوږدو مخالفتونو؛ ګواښونو، ناندریو او حتی ترخو خبرو وروسته ترلاسه شوه. ښاغلی زهیر وايي چې، له پروني اعلان سره د انتخاباتو اوږد بحران پای ته ورسېد:

"د افغانستان ولس خوشاله دی چې؛ د انتخاباتو د نتایجو اعلان به د ټولو هغو لانجو؛ ګرفتاریو او ستونزو د پای ټکی وي چې؛ خلک یې له کبله ځورېدل."

خو د انتخاباتو د وروستیو نتایجو له اعلان او د راتلونکي حکومت د څرنګوالي په اړه له توافق سره - سره د راتلونکي په اړه اندېښنې په بشپړ ډول له مینځه نه دي تللي. خلک لاهم پوښتنه کوي چې؛ آیا په رښتیا هم د انتخاباتو بحران پای ته رسېدلی دی.

د افغانستان د کارپوهانو د شبکې جرمنی څېړونکی "توماس روټیګ" Thomas Ruttig د ملي وحدت د حکومت دوام ته هیله من دی.

له آزادۍ راډیو سره په خبرو کې ښاغلي روټیګ دا احتمال رد کړ چې؛ د ملي وحدت د حکومت له جوړېدو وروسته به د دواړو ټیمونو ترمنځ پخوانۍ دښمنۍ رابرسېره شي:

"افغانستان او افغانانو پر ډیموکراسۍ پرېکړه کړې ده چې؛ انتخابات او داسې یو حکومت یې یوه برخه ده. د یادونې وړ ده چې، ایتلافي حکومتونو، چې د بېلابېلو پروګرامونو لرونکي سیاسي قوتونه سره یوموټی کوي؛ په نورو هېوادونو کې هم نتیجه ورکړې. نو یو سازش ته اړتیا شته، خو دا سازش باید د افغانانو له غوښتنې سره سم وي."

ښاغلی روټیګ وايي، که څه هم د راتلونکي لپاره کوم ضمانت نشته خو افغانان له دې بحرانه خورا زیات ستړي شوي دي.

"زه هیله لرم چې، دا به لږترلږه د افغانستان لپاره یو بریالیتوب وي او فکر کوم، دې کار یو ور پرانیست څو په راتلونکي حکومت کې ګډونوال دا بهیر بریالی کړي.

د دې لپاره هېڅ ضمانت نشته، خو په دې برخه کې په خپله د افغانانو له خوا ډېرې هیلې او فشار شته چې؛ له انتخاباتو په وروسته اوږده بهیر کې دوی سترګې په لاره وو او خورا ستومانه شول. هیله من یم چې، په راتلونکي حکومت کې به د افغانانو هیلې او اړتیاوې د پاملرنې په مرکز کې وي؛ نه دا چې څوک باید کومه څوکۍ ترلاسه کړي."

په کابل کې د ملګروملتونو ځانګړي استازي یان کوبیش د افغانستان د انتخاباتو د لانجې د پای ته رسېدو هرکلی کړی. ښاغلي کوبیش اشرف غني احمدزي ته د راتلونکي افغان ولسمشر په توګه مبارکي ویلې او ویلي یې دي چې، له دې سره افغانستان د لومړي ځل لپاره د واک ډیموکراتیک لېږد ته یوبل ګام ورنژدې شو.

ولسمشر حامد کرزي هم ښاغلي احمدزي ته د هېواد د نوي ولسمشر په توګه مبارکي ویلې او د ملي وحدت د حکومت پر څرنګوالي یې د دواړو انتخاباتي ټیمونو د خبرواترو د بریا هرکلی کړی.

د جمهوري ریاست مطبوعاتي دفتر په یوه بیان کې چې پرون خپور شو؛ د نوي ولسمشر د لوړې د نېټې یادونه نه ده کړې؛ خو لیکلي یې دي چې ولسمشرکرزي ښاغلي اشرف غني ته د ولسمشر او ښاغلي عبدالله ته د اجراییوي رییس په توګه مبارکي ویلې او له خپلې خوا یې له راتلونکي حکومت سره د همکارۍ ژمنه کړې.

XS
SM
MD
LG