د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۸

پاکستان په افغانستان کې د ملي يووالي حکومت د جوړولو هرکلى کړى


پاکستان د اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله ترمنځ د ملي یووالي د حکومت پر سر د موافقې له لاسلیک کېدو وروسته وویل؛ چې د افغان کاندیدانو ترمنځ د جوړجاړي هرکلی کوي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د يکشنبې په ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو افغان ولس ته مبارکي وويله؛ د ملي يووالي حکومت يې د افغانستان د پرمختګ لپاره مهم وباله او زياته يې کړه:

"د پاکستان حکومت او خلک د افغانستان د ولسشمريزو ټاکنو د دواړو کانديدانو له خوا د ملي يووالي د حکومت جوړولو د موافقې لاسليک کولو هرکلى او همداراز دواړو کانديدانو او افغان ولس ته مبارکي ورکوي. پاکستان به د يوه سوکاله، پرمختللي او متحد افغانستان په جوړولو کې د هغوى د ټولو هڅو مرسته او ستاينه کوي."

په افغانستان کې د ولسمشريزو ټاکنو د دواړو کانديداتو ترمنځ د ملي يووالي د حکومت د جوړولو پر سر تر هغې وروسته موافقه شوې؛ چې په دې وروستيو کې د عبدالله عبدالله انتخاباتي ټيم په تېرو ټاکنو کې د اشرف غني احمدزي د ټيم په ګټه د پراخو درغليو تور لګاوه او د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کميسيون له خوا يې اعلان شوې پايلې نه منلې.

خو دواړو کانديداتو د يکشنبې په ورځ د حامد کرزي او جهادي مشرانو په منځګړتوب د ملي يووالي حکومت پر جوړولو موافقه وکړه؛ چې په ترڅ کې يې ډاکټر اشرف غني احمدزى د افغانستان نوى ولسمشر اعلان شو.

د پاکستان د سيمه ييزو چارو يو شمېر څارونکي هم په افغانستان کې د ملي يووالي د حکومت جوړول ستايي او دا د دې هېواد او سيمې د ثبات لپاره مهم ګام بولي.

د پېښور پوهنتون د سيمه ييزو مطالعاتو د مرکز مشر پروفيسر ډاکټر سرفراز خان له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل؛ چې دا ګام به د افغانستان او سيمې د سياسي ټيکاو لپاره ښې پايلې ولري:

"ډېر لوى ډېر مهم اثر به يې وي، چې کله افغانستان مستحکم وي Stable وي؛ نو دا به خپل علاقه د ګاونډيانو خلاف استعمالولو ته نه پرېږدي؛ چې نتيجه به يې دا وي، چې د ده به تعلقات د ګاونډيانو سره بهتر شي.

همداسې چې ګاونډ نه هم کوم خلک د دې په کورنيو معاملاتو کې ګوتې وي؛ هغه به هم کمې شوي او دې سره سره به پاکستان او ګاونډيانو ملکونو باندې هم ښه اثرات وشي."

سرفراز خان زياتوي، چې افغان ولسشمر او د ملي يووالي د حکومت نور چارواکي دې په افغانستان کې د ډيموکراسۍ د ودې؛ امنيت او د افغان ولس د سوکالۍ لپاره شريکې هڅې وکړي؛ څو په افغانستان کې په دې وروستيو کې راغلې لاسته راوړنې له ګواښ سره مخ نه شي.

د يادونې وړ ده، چې پر پاکستان سربېره امريکا، ملګري ملتونو، ناټو، ايران، بريتانيې او يو شمېر نورو بهرنيو هېوادونو هم په افغانستان کې د ملي يووالي د حکومت جوړولو د موافقې لاسليکولو هرکلى کړى او ژمنه يې کړې؛ چې د خپلواک، ملي حاکمیت لرونکي او باثباته افغانستان د جوړولو لپاره به د افغانانو د هلوځلو ملاتړ ته دوام ورکړي.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG