د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۹

په غزني کې وسله والو پر خلکو لارې بندې کړي دي


د غزني د جاغوريو، مالستان، ناور، خوګياڼيو او جغتو ولسواليو اوسېدونکي وايي، له تېرو دریو ورځو راهيسې طالب وسله وال دغو ولسواليو ته پر تلليو لاريو ولاړ وي او خلک له موټرو څخه کښته کوي.

دوی وايي، وسله وال نه له ښاره څوک ولسوالۍ ته پرېږدي او نه هم له ولسواليو څخه څوک ښار ته راپرېږدي.

طالب وسله وال پر دغو لارو د خلکو موټرونه دروي؛ خلک تلاشي کوي او ځينې کسان خو د څه وخت لپاره له ځان سره هم بنديانوي.

د جغتو ولسوالۍ يو تن اوسېدونکی اسدالله وايي؛ طالبانو درې ورځې کیږي چې؛ د دوی د ولسوالۍ لاره تړلې ده.

دی وايي، هغه کسان چې له ښاره ولسوالۍ ته تللي؛ طالبانو په نيمه لار کې له موټرو کښته او بيا يې کليو ته پياده لېږلي دي.

د اسدالله په خبره، وسله والو خلکو ته ګواښ کړی دی چې؛ که يې بيا ښار ته د تلو هڅه وکړه، نو موټر به يې وسوځوي.

"طالب صاحبانو زموږ په کلي، قياق کې لاره په بشپړه توګه بنده کړې ده. مسافر يې له سړکه کښته کړي او غرونو ته يې خېږولي دي؛ هغوی يې هلته تلاشي کړي؛ وروسته يې موټر تش رالېږلي او په موټرو کې سپاره ښځې او ماشومان پياده تر کليو پورې تللي دي."

"زه فرهاد يم، د جغتو ولسوالۍ د جرمتو اوسېدونکی يم. تر اوسه هيڅ نه ده مالومه چې ولې دوی دغه لاره بنده کړې ده. له هغوی څخه خو څوک پوښتنه هم نه شي کولای چې ولې داسې کوي."

خلک وايي، وسله والو ځينو له ځان سره د داعش ډلې بيرغونه را اخيستي؛ مخونه يې پټ کړي او ځانونه داعشيان بولي او ځينو يې بيا مولونه وهلي او ځانونه طالب وسله وال معرفي کوي.

د غزني امنيتي مسوولين په دې اړه څه نه وايي؛ خو د دغه ولايت مرستيال والي محمد عملي احمدي بيا مني چې؛ له درېيو ورځو راهيسې وسله والو د غزني د پنځو ولسواليو لارې بندې کړې دي.

دی وايي، په ځينو سيمو کې وسله وال څو شېبې راځي؛ موټر دروي او بېرته تښتي، خو وايي، په ځينو سيمو کې بيا سم په بې غمه زړه ولاړ وي.

د ده په وینا، سمه ده چې، ځينې وسله وال ځانونه د داعش جنګيالي بولي؛ خو وايي، باوري دی چې دغه کسان طالبان دي او د وېرې خپرولو په موخه يې موخونه پټ کړي او د داعش بيرغونه له ځان سره ګرځوي.

"د طالبانو ګرپونه د لارو په اوږدو کې سړک ته راختلي دي؛ هغه موټرونه چې له ښاره ولسواليو ته ځي؛ يا له ولسواليو ښار ته را روان وي هغوی دروي، ګواښي يې او ورته وايي، چې دوی د لارو د بندلو پرېکړه کړې او که بل ځل څوک ښار ته د تلو هڅه وکړي؛ نو و به وژل شي او موټرو ته به يې اور ورواچوي."

احمدي وايي، ولایتي اداره به هڅه وکړي چې خلک پر لارو د طالبانو له شره خوندي کړي.

طالبان مني چې لارې يې بندې کړې او د خلکو تلاشي اخلي، خو وايي، دوی دغه کار د عامو وګړو د ځورولو په موخه نه کوي.

غزنی کابل ته څېرمه پروت تر ټولو ناارامه ولايت دی چې څو ولسوالۍ يې تقريبا په بشپړه توګه د طالبانو په ولکه کې دي.

د دغه ولايت هغه ولسوالۍ چې طالبان پکې نشته اوس يې دا دی لارې تړلې شوې او په دې سربېره يې په ښار کې هم له وېرې څوک پر لاره، په ډاډه زړه نه شي تلای.

د غزني امنيتي چارواکي حتی د هغو هدفي وژونکيو په نيولو کې هم پاتې راغلي چې په رڼا ورځ، تر وژنې وروسته، د ښار په منځ کې، پر بايسکل روان وي.

راپور: سيدشاه سقيم

XS
SM
MD
LG