د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۸

خوستوال: د سرتاسري سولې لپاره هر اړخیز میکانیزم ته اړتیا ده


د خوست اوسیدونکي د افغانستان د نوي حکومت نه چې په نږدې ورځو کې به خپل کار پیل کړي؛ غوښتنه کوي، چې تر ټولو د مخه دې په افغانستان کې د دایمي سولې او امنیت له پاره په یو پراخه او معقول میکانیزم کار وکړي.

دوی وايي، تر هغه مهاله چې په دې میکانیزم او پلان کې د افغانستان ګاونډیان، نړیواله ټولنه او ټول کورني سیاسي جریانونه او ډلې شاملې نه شي، په دې هېواد کې به دایمي او سراسري سولې ته رسیدل ستونزمن او ناشونې وي.

مدني فعال نصیراحمد روښان د یکشنبې په ورځ په خوست کې د سولې ورځې د لمانځنې په مراسمو کې چې د افغان فرهنګ د کلتوري موسسې او د امریکا د متحده ایالتونو د سولې انسټیټیوټ له خوا په ګډه جوړه شوې وه، مشال راډیو ته وویل، که په افغانستان کې د سولې په بهیر ټول تاثیزګزاره اړخونه په یو هر اړخیز میکانیزم کې راغونډ نه شي، نو د سولې ستر ارمان ته رسیدل به ستونزمن وي:

"د راتلونکې حکومت یو د اساسي مکلفیتونو او مسوولیتونو څخه دا دی؛ چې په افغانستان کې د دایمي سولې او امن د راوستلو له پاره یو عملي او جامع میکانیزم ایجاد کړي، چې په دې پلان کې د افغانستان ګاونډیان، نړیواله ټولنه، د امریکا متحده ایالات، په افغانستان کې سیاسي احزاب، اپوزیسیون او ټولې هغه ذیدخلې خواوې چې د افغانستان په سوله تاثیرګزاره دي، په دې بهیر کې ورشاملې کړي، له هغې پرته به ستونزمنه وي، چې موږ د سولې ستر ارمان ته ورسیږو."

د افغان فرهنګ کلتوري موسسې استازي محبوب الله خان په وروستیو کالونو کې د سولې له پاره د خوستوالو هلو ځلو ته اشاره وکړه او ويې ویل، چې د دې لمانځنې څخه موخه دا ده چې خوستوال لا هم دې هېوادنۍ پروسې ته وده او پرمختګ ورکړي:

"د افغان فرهنګ د کلتوري موسسې له خوا او همدارنګه د امریکا د سولې د انسټیټیوټ له خوا دا د سولې ورځ د خوست په شان ولایت کې لمانځو؛ ځکه چې په رښتیا هم د خوست خلکو په تېرو څو کالونو کې سولې ته کار کړی دی؛ خلک يې سوله خوښوونکي دي، نو موږ د همدغه ذهنیت او ژمنې د تازه کولو په خاطر غواړو په خوست کې د سولې ورځ ولمانځو تر څو په راتلونکې کې هم سوله وده وکړي."

لیکوال او د نظر خاوند یوسف انتظار وايي؛ چې که افغان حکومت او نړیواله ټولنه په افغانستان کې سوله غواړي" نو هغه ټولو ستونزو او ننګونو ته دې حل لارې پیدا کړي؛ چې د سولې پر وړاندې پرتې دي:

"زه امیدوار یم، که چیرې افغان حکومت او نړیواله ټولنه په رښتیا هم سولې ته لیوالتیا ولري، نو باید ټول هغه چالشونه او ننګونې چې په اوسنۍ زماني مقطع کې د سولې پر وړاندې پرتې دي، یو حل لاره ولټوي او نور کوم د ناامنۍ حالت چې په دې هېواد کې روان دی، دې ته د پای ټکی کېږدي."

مدني فعاله زهره جلال وايي، په جګړو کې ولسي خلک زیانمنیږي، نو باید د سولې له پاره تر ټول ډېر دوی خپله ونډه سرته ورسوي:

"که د ښار په چوک کې ماین خلاصیږي او یا انتحاریان ځانمرګي بریدونه کوي؛ په دې کې ټول غریب او بې وزله خلک ښکار کیږي؛ چې دغه حالت ایجابوي چې باید همدا قشر پورته شي او په خپل وطن کې سوله او امن راولي."

مدني فعاله نعت بي بي عمري وايي، چې ناامنیو د ښځو په ژوند بده اغېزه کړي او د دوی د ټولنیزو خدمتونو او زده کړو پر وړاندې يې جدي ننګونې پیدا کړي دي، نوموړې تر هر چا زیات ښځو له پاره سوله د یوې سترې اړتیا په توګه یادوي.

یاده دې وي د ۱۹۸۱ زیږدیز کال راهیسې چې د ملګرو ملتونو سازمان د سپټمبر ۲۱ د سولې د نړیوالې ورځې په نوم ونوموله، هر کال د نورو هېوادونو په شان په افغانستان کې هم دا ورځ لمانځل کیږي او افغانان هم د سوله غوښتنې غږ د نړیوالو سره غبرګوي.

XS
SM
MD
LG