د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۵

نوازشريف اشرف غني ته مبارکي او د پاکستان د سفر بلنه ورکړې


د پاکستان صدراعظم نوازشريف د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کميسيون له خوا د افغان ولسمشرپه توګه د اشرف غني احمدزي تر اعلان وروسته، هغه ته مبارکي ويلې او همدا راز يې د پاکستان د سفر بلنه هم ورکړې.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ په يوې خپرې کړې اعلاميې کې، د دې هېواد د صدراعظم نوازشريف په حواله افغان ولسمشر ته مبارکي ويلې:

"زه د پاکستاني حکومت، ولس او له خپلې خوا د افغانستان په ولسمشريزو ټاکنو کې تر بريا وروسته تاسو ته مبارکي وايم او په ټولو هڅو او زيار کې مو بريالى غواړم."

د پاکستان صدراعظم دا څرګندونې ترهغې وروسته کړي، چې د يکشنبې په ورځ د دې هېواد د بهرنيو چارو وزارت چارواکيو په افغانستان کې د اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د ملي يووالي د حکومت د جوړولو پريکړه ستايلې وه او دا يې د هغوى سياسي پوهه بللې وه.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت خبرپاڼه کاږي، چې افغانستان او پاکستان په سيمه کې ګډې تاريخي، کلتوري او د ورورولۍ اړيکي لري، نو له همدې امله د دواړو هېوادونو ترمنځ ټينګې دوه اړخيزې اړيکې د دواړو هېوادونو د خلکو او د سيمې د سياسي ثبات لپاره مهمې دي.

نوازشريف همدا راز ټينګار کړى، چې افغانستان او پاکستان بايد په سيمه کې "ځانګړې اړيکي" ولري او همدا راز يې له نوي افغان ولسمشر سره د هدفونو د ترلاسه کولو لپاره د ګډ کار و همکارۍ تمه څرګنده کړې ده.

د پاکستان صدراعظم په داسې حال کې نوي افغان ولسمشر او په افغانستان کې د ملي يووالي د حکومت د جوړولو مبارکي ويلې، چې د امريکا په ګډون يو شمېر نورو هېوادونو هم د افغانستان د ولسشمريزو ټاکنو د دواړو کانديداتو له خوا د ملي يووالي د حکومت د پريکړې هرکلى کړى او دا يې په دې هېواد کې د سياسي بحران د ختمېدا لپاره نېک ګام بللى.

د پاکستان صدراعظم همداراز د پاکستان او افغانستان د خپلمنځي اړيکيو د لا پياوړتيا لپاره نوي افغان ولسمشر ته په لومړي فرضت کې د پاکستان د سفر بلنه ورکړې او وايي:

"دا سفر به د دواړو هېوادونو د خپلمنځي اړيکيو د لا پياوړتيا او په سيمه کې د سياسي ثبات او پرمختګ د ګډ سفر په لړ کې، نوى فصل پرانېزي."

په پاکستان کې د ٢٠١٣م کال په عمومي انتخاباتو کې د نواز شريف په مشرۍ رامنځته شوى حکومت هڅه کوي، چې د افغانستان په ګډون له ګاونډيو هېوادونو سره ښې او صميمي اړيکي ولري، همدالامل دى چې د پاکستان د سياسي چارو يو شمېر څارونکي هم په دې باور دي، چې د پاکستان نوي سياسي حکومت د افغانستان پر وړاندې له خپلې پخوانۍ پاليسۍ لاس اخيستى.

د يادونې وړ ده، چې د پاکستان د صدراعظم په ګډون، ددې هېواد ولسشمر او د ځينو سياسي ګوندونو مشرانو هم په افغانستان کې انتخاباتي لانجو د پاى ته رسېدلو هرکلى کړى او همداراز يې نوي افغان ولسمشر ډاکټر اشرف غني احمدزي ته مبارکي ويلې ده.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG