د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۳

ولسي جرګه: د ملي یووالي په حکومت کې باید د ملي ګټو لپاره کار وشي


په ولسي جرګه کې د خلکو استازي د ملي یووالي له نوي رامنځته شوي حکومت څخه غواړي چې؛ د ملي ګټو خوندیتوب او پراختیا په خپلو کاري لومړیتوبونو کې ځای کړي.

دغه استازي وايي، په نوي حکومت کې باید ملي ګټو ته ژمن او وړ کسان په دندو وګمارل شي؛ څو افغانان له اوسنیو ناخوالو څخه وژغورل شي.

شیرولي وردګ، فرهاد مجیدي او زهرا توخي له ازادي راډیو سره په خبرو کې د ملي یووالي حکومت لومړنۍ دندې ډېرې مهمې وبللې او ویې ویل، که چېرته عملي شي، ستونزې به هم ورسره پای ته ورسیږي.

"۱- د افغانستان سیاسیون باید په لویو اهدافو باندې کار وکړي؛ د ملي انګیزې تر چتر لاندې. دوی باید واقعاً د خپلو شخصي اهدافو نه تېر شي. ډاکټراشرف غني چې اوس ګټونکی دی؛ باید یو قوي مدیریت رامنځته کړي؛ د دې خبرې مفهوم دا دی چې؛ یو قوي ټیم جوړ کړي.

۲- د افغانستان د حکومت او دولت په راس کې د وړ او لایقه کسانو په انتخاب سره به وتوانیږو چې؛ بحران پای ته ورسوو.

۳- له خلکو سره باید په مشوره باندې ټولو مشرانو سره په مشوره باندې باید ټولو ستونزو ته د پای ټکی کیږدي."

د ولسي جرګې استازیو د ملي یووالي حکومت د رامنځته کولو په سر د کاندیدانو تر منځ د موافقې له لاسلیک یوه ورځ وروسته دا خبرې مطرح کړې او ټینګار یې وکړ چې؛ دواړه کاندیدان باید له خلکو سره کړې ژمنې عملي کړي.

د خلکو د استازو له خوا دا غوښتنې په داسې حال کې مطرح کیږي چې؛ د دواړو کاندیدانو تر منځ د شوې موافقتنامې له مخې باید وړ او ژمن کسان په دندو وګمارل شي.

په عین حال کې سیاسي کارپوهان باوري دي؛ که کاندیدان خپلې ژمنې عملي کړي؛ نو وبه توانیږي چې ستونزې له منځه یوسي.

د سیاسي چارو کارپوه او لیکوال زبیر شفیقي ازادي راډیو ته وویل؛ دواړه ټیمونه نه یواځې دا چې خپل کسان په دندو ګماري؛ بلکې نورو وړ کسانو ته هم په دولت کې ځاي ورکړي:

"که دغه دواړه ټیمونه د افغانستان ملي ګټو او د افغانستان ملت ته وفادار وي؛ نو دوه شیان باید په نظر کې ولري. لومړی دا چې له خپل ټیم نه پرته د افغانانو متخصص کدرونه مخلص خلک راټول کړي؛ په حکومت کې. دویم سولې ته چې زموږ د ملت او اړتیا ته توجه وکړي او د جنګ د ختمېدو لپاره اساسي اقدامات وکړي."

عام افغانان هم په دې ټینګار کوي؛ د دې لپاره چې د ملي یووالي حکومت په خپلو کارونو کې بریالی پاتې شي باید تېرې نیمګړتیاوې هوارې او له نړیوالو مرستو څخه د افغانستان د ودانولو په هدف کار واخیستل شي.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG