په داسې حال کې چې د افغانستان د نوي جمهورریس د لوړې مراسم ښايي راتلونکې اونۍ ترسره شي، امریکا هیله څرګنده کړې چې نوی ولسمشربه په یوه اونۍ کې د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي همکاریو تړون لاسلیک کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې؛ په افغانستان کې د ښې سیاسي رهبرۍ څرګندولو وخت رارسیدلی او د امنیتي تړون د لاسلیک پراهمیت یي ټینګار کړی دی.
د امریکا متحدوایالاتو په افغانستان کې د ملي وحدت د حکومت د جوړیدو لپاره، د اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله ترمنځ د شوې موافقې هرکلی کړی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیرجان کري هیله څرګنده کړې چې د کابل او واشنګټن ترمنځ، د امنیتي همکاریو تړون به هم په یوه اونۍ کې لاسلیک شي.
احمدزي او عبدالله د یکشنبې په ورځ د ملي وحدت د حکومت جوړولو موافقه وکړه او د ولسمشرۍ پرټاکنو درې میاشتنۍ لانجه یې ختمه کړه.
په داسې حساس وخت کې چې امریکايي او ناټو عسکرپه افغانستان کې د خپل دیارلس کلن پوځي ماموریت لمن را نغاړي، د ولسمشرۍ ټاکنو لانجې دا هېواد تقریبا فلج کړی وو.
د نوي حکومت جوړیدل د کابل او واشنګټن ترمنځ د هغه دوه اړخیز امنیتي تړون لاسلیک ته لاره خلاصولای شي چې تر ۲۰۱۴ [میلادي] کال وروسته په دې هېواد کې د امریکا د ځانګړو ځواکونو پاتې کیدو ته حقوقي زمینه برابروي.
دا تړون د افغانستان تلونکي ولسمشرحامد کرزي رد کړی وو خو اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله د انتخاباتي مبارزو پرمهال ویلي وو، چې قدرت ته له رسیدو سره سم به دا تړون لاسلیک کړي.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسون پرون پرته له دې چې د رایو شمېرڅرګند کړي، اشرف غني احمدزی نوی ولسمشراعلان کړ او ویل کیږي چې؛ راتلونکې اونۍ به د لوړې مراسم ترسره کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیرهیله څرګنده کړې چې نوی افغان ولسمشربه راتلونکي اونۍ د لوړې مراسم ترسره کړي.
د تحول او تداوم د انتخاباتي ډلې ویاند طاهر زهیرپرون ازادۍ راډیو ته په دې اړه وویل:
″احتمالا، د راتلونکې اونۍ په دوشنبې به د افغانستان د نوي ولسمشراشرف غني احمدزي د لوړې مراسم وي.″
جان کري په افغانستان کې د ملي وحدت د حکومت جوړیدل د ښې سیاسي رهبرۍ څرګندولو هغه فوق العاده موقع ګڼلې چې د ده په وینا، ملي ګټو ته په شخصي ګټو اولویت ورکړ شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي:
″د ملي وحدت حکومت په افغانستان د پرمختګ یو لوی چانس دی چې په یوه اونۍ کې دوه اړخیز امنیتي تړون هم لاسلیک شي.″
د ناټوځواکونو یوه قوماندان د روانې اونۍ په پيل کې وویل چې؛ په افغانستان کې تر۲۰۱۴ [میلادي] کال وروسته د خپلو ځواکونو د ماموریت د راتلونکې د ټاکلو لپاره، د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي تړون لاسلیک ته سترګې په لار دي.
دې امریکايي جنرال په لیتوانیا کې خبریالانوته وویل، چې د دې تړون د ژرلاسلیک په هیله دي او له افغانستانه یي د خپل دوامدارملاتړ لپاره مهم ګام بللی دی.
په افغانستان کې د نوي حکومت د موافقې پراساس به عبدالله عبدالله د اجرایوي ریس په چوکۍ چې صدرات ته ورته ګڼل کیږي، کار کوي.
د فرانسې د خبري اژانس په وینا، دا په افغانستان کې د قدرت یو حساس توازن رامنځ ته کولای شي.